جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه هېواد کې د کورونا دوهمې څپې له امله د قوس په...

په هېواد کې د کورونا دوهمې څپې له امله د قوس په اتمه پوهنتونونه رخصتېږي

تاند( شنبه، د قوس ۱) د افغانستان لوړو زده کړو وزارت وايي، کابینې پرېکړه کړې چې د کورونا ویروس دوهمې څپې له امله دې ټول شخصي او دولتي پوهنتونونه د لیندۍ یا قوس له اتمې د کب یا حوت تر پنځلسمې نېټې رخصت شي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې یوځل بيا ډېرې شوي.

د عامې روغتيا وزارت له دې وړاندې په کابل کې د ودونو هوټلونه هم تړلي دي.

تازه د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا وبا ۱۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۵۰۳ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کورونا اخته ۱۲ تنه مړه شوي او ۵۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له یادې وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۶۷۵ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۵ زره او ۴۲۲ ته لوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب