جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: م،م دې ترهګرۍ سره د مبارزې د ستراتیژۍ ملاتړ وکړي

ولسمشر غني: م،م دې ترهګرۍ سره د مبارزې د ستراتیژۍ ملاتړ وکړي

تاند (شنبه، د قوس ۱) افغان حکومت د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې چاودنه او پر بېلابېلو سیمو راکټي بریدونه غندلي دي.

له ارګه خپرې شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د نړیوال ترورېزم د ځپلو لپاره ګډې مبارزې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري له ترورېزم سره د مبارزې ستراتېژۍ ملاتړ ته اړتیا ده.

ولسشمر غني زیاته کړې، د تروریزم ضد مبارزې ستراتیژۍ او د افغان سولې پروسې څخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوامداره ملاتړ سیاسي حللارې ته د رسېدو لامل کېږي.

هغه دغه راز ویلي، د کورونا ویروس دویمې څپې سره د اغېزناکې مبارزې شرایطو برابرولو لپاره د تاوتریخوالي پام وړ کموالی او د دایمي اوربند منل اړین دي.

ولسمشر داسې مهال د ملګرو ملتونو ملاتړ اړین بللی چې، په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې جګړو سخت زور اخیستی دی.

د هېواد د نورو ولایتونو سربېره تازه په مرکز کابل کې نن پر بېلابېلو سیمو ۱۴ توغندي توغول شوي چې درانه مالي او ځانی زیانونه یې واړول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب