جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+په اداره کې د مسؤلیت او صلاحیت فلسفه| امین ستانکزی

په اداره کې د مسؤلیت او صلاحیت فلسفه| امین ستانکزی

مشهوره خبره ده چې صلاحیت فرصت دی، نه غنیمت دا خبره په عام ژوند کې هم رایج ده اما په اداري لحاظ دا خبره زیاته د توجه وړ ده چې کارمندان باید خپل صلاحیتونه غنیمت ونه ګڼي بلکې د خپلو مسؤلیتونو څخه د خلاصون لاره او فرصت یې وګڼي.

صلاحیت که په لنډ ډول تعریف کړو نو ویلی شو چې په لغت کې وړتیا او واک ته ویل کيږي او حقوقي اصطلاح کې په کاري ډله کې د یوې موضوع د حل وړتیا لرل صلاحیت دی.

وظیفوي مسؤلیت یو لیکلی سند دی چې د دندو د ترسره کولو شرحه او لنډیز پکې لیکل شوی وي په وظیفوي مسؤلیت کې د کارمندانو کړنلاره، د دندو د اجرا روش، د دندو د ترسراوي لارې چارې او په کاري چاپیریال کې ټول وظیفوي فعالیتونه په ځان کې رانغاړي.

مسؤلیتونه او صلاحیتونه خپله د یوې ادارې لیکلې بیانیې څخه عبارت دي چې د هر راتلونکي او په اداره کې د شامل کیدونکي کس لپاره مخکې له مخکې د یو مسلکي او په کار پوه ټیم له لورې جوړه وي او دا جوړه شوې بیانیه باید د کاري چاپیریال سره سمون ولري یا هم د کار او دندو له څارونکو ادارو سره په همغږۍ ترتیب او یوه منل شوی سند وي. 

صلاحیت او مسؤلیت دوه موازي خطونه دي چې هیڅکله باید یو بل قطع نه کړي یانې په یوه اداره کې مسؤلیتونه او صلاحیتونه باید په موازي ډول وي چې د صلاحیتونو او مسؤلیتونو بیلانس په کې ساتل شوې وي داسې نه چې مسؤلیت له صلاحیت څخه زیات او یا هم صلاحیت له مسؤلیت څخه زیات وي چې بیا په اداره کې نا انډولي، تبعیض او ګډ وډي رامنځته کیږي لکه څنګه چې پورته ذکر شول چې دا دوه موازي خطونه باید یو بل قطع نه کړي همداسې باید په اداره کې مسؤلیت او صلاحیت په مساوي توګه موجود وي او دا د یوې ادارې او کارمند حقه حقوق دي. 

مسؤلیتونه او صلاحیتونه د ادارې په جوړښتونوباندې هم د تغیر وړ دي که ادارې جوړښت مرکزیت (centralization ) وي نو معلومه خبره ده چې مسؤلیتونه به له صلاحیتونو زیات وي ځکه د ډیری پریکړو صلاحیت له مرکزې هستې سره وي فرعي څانګې او مدیریتونه یوازې مسؤلیت لري صلاحیت یې په ډیر ټیټ ردیف کې قرار لري.

په کاري چاپیریال کې د مسؤلیت او صلاحیت اصطلاحاتو سره بیخي زیات مخ کیږو د اکثره شویو تفاهماتو وجهه همدا وي چې کارمندان له خپلو مسؤلیتونو او صلاحیتونو نه وي خبر یوازې د خپلو ورځنیو کارونو د اجرا لپاره په میخانیکي ډول دنده پر مخ وړي په دې کې د کارمندانو غلطي هم شته چې ولې له دندې شروع کېدو څخه مخکې د خپلو مسؤلیتونو او صلاحیتونو په اړه لیکلی سند نه غواړي؟ لومړی دې  خپل ځان مطمین کړي بیا دې دنده  شروع کړي. 

د اکثره اداري او اقتصادي چارو مهمې اصطلاح ګانې نادیده نیول شويدي چې په نتیجه کې یې د چارو په سم ترسرا وي کې خنډونه رامنځته شويدي.

 د بشري سرچینو او اقتصادي چارو کارپوه او شنوونکی مردیټ بلبین (Meredith Belbin) هم په همدې نظر دی. دی وایي چې په اداره کې (Responsibility) او (Authority) هم لکه د نورو مسایلو په څېر بابیزه نیول شوېده او سازمانونه یې په اړه ناغیړي کوي دی حیرانتیا څرګندوي چې یوه اداره ددې سترو هدفونو ته ولې توجه نه کوي . نوموړی زیاتوي همدا خلا ده چې په کاري ټیم کې ګډ وډي او نا انډولي رامنځته کیږي چې په اداره کې د اهدافو په تر لاسه کولو کې خنډونه پیدا کیږي.

ښاغلی بلبین زیاتوي مسؤلیت باید په داسې توګه ومنو لکه یو کارمند ووایي زه مسؤل یم هر هغه څه چې زما د کار په ساحه کې پیښیږي زه یې باید ځواب ګو  و اوسم همدارنګه کارمندان ووایي چې زما د دندې او مسؤلیت په ساحه کې د یوه غلط کار د ترسره کېدو له امله رانه مسؤلین کولی شي پوښتنه وکړي. 

د Task او Responsibility ترمنځ توپیرونه 

د دې په اړه هم د بشري سرچینو شنوونکي مردیټ بلبین وایي کوم وخت چې یوه اداره کې یوه کارمند ته وویل شي چې کوم کار؟ د کومې لارې؟ د کوم روش او کړنلارې؟ په کومو جزیاتو؟ او سرچینو پر مټ ترسره کړي چې دا وظیفوي (Task) ورکړل شو. 

اما کله چې په یوه اداره کې یوه کارمند ته په مشخص  ډول وویل شي چې دا کار له دې کار سره په سرتره رسولو او دې نتیجې په تر لاسه کولو سره ترسره کړه  دېته (Responsibility) ویل کیږي 

یانې ټارګیټ د دندې ترلاسه کولو وروسته ورکول کیږي او دا کیدای شي د یو معین وخت او یوې پروژې پورې تړلی وي اما وظیفوي مسؤلیت د یو معین وخت او پروژې سره نه تړل کیږي بلکې دا دندې د پېلیدو سره سم د یو کارمند په تعهد او ژمنې سره پېلیږي . 

د king’s پوهنتون پروفیسور  او د Best Next  کمپنۍ مالک (Matt Perman) بیا د وظیفوي مسؤلیت او وظیفوي ټارګیټ ترمنځ ځېنې توپیرونه په لاندې توګه په ګوته کړيدي 

لکه یو کارمند د کاري ټیم په پریکړو کې ګډون کوي دایې مسولیت دی اما که د یوه کاري ټیم په غونډو کې ګډون کوي دا یې دنده ایز ټارګیټ دی بل که چیرته یو کارمند خپلو مشتریانو ته د خپلو تولیداتو او خدماتو په اړه معلومات ورکوي، دا یي مسؤلیت دی اما که چیرته همدا معلومات ولیکي او د میاشتني راپور په بڼه یې چمتو کړي نو دایې وظیفوي ټارګیټ دی 

یا هم ټولنیزې اړیکې د ادارې په ګډه پیاوړې کول دا یو وظیفوي مسؤلیت اما همدا ټولنیزې اړیکې رسنیز کول یې د دندې یو ټارګیټ ګڼلی شو. 

لنډه داچې ټارګیټ یا ( Task) د لنډ مهال لپاره او وظیفوي مسؤلیت (Responsibility) د اوږد مهال او دندې پورې له لومړي سره تړلی دی. 

دنده يیز مسؤلیت یو اخلاقي ژمنتیا ده چې، کارمندان یې د خپلې ادارې لپاره ترسره کوي او وظیفوي ټارګیټ بیا د همدې اخلاقي ژمنتیا په چوکاټ کې د ادارې اهدافو د تر لاسه کولو شیمه او کار ته ویل کیږي . 

د مسؤلیت په اخیستلو سره کارمندان د یوې بریا لپاره لومړی قدم اخلي او ددې بریا تضمین کیږي. 

(Task) د مسؤلیت په دوران کې کارمندانو ته ورکول کیږي او کارمندان یې د خپلې دندې د اجرا پر مهال ترسره کوي.

ادارې لپاره څوارلس ګوني اصول (Fourteen Principles of Management) 

هنري فایول (Henry Fayol) (1925 ـــ 1841) فرانسوي عالم چې په (1888) میلادي کال کې د (Bilten Steal Company) کې یې دنده لرله په یاده کمپنۍ کې  ځېنو ستونزو ته متوجه شو چې شاید دا کمپني په راتلونکي کې ورسره مخ شي نو په همدې خاطر یې په ( 1916 ) میلادي کال کې په فرانسوي ژبه کتاب ولیکه چې وروسته په (1949) میلادي کال کې انګلیسي ژبې ته د (Industrial and General Management) تر سرلیک لاندې وژباړل شو.

 نوموړي په دې کتاب کې د یوې ادارې لپاره څوارلس ګونې اصول ټاکلي دي چې په هغې کې دویم اصل د صلاحیتونو او مسؤلیتونو معلومول دي چې یوه اداره او کارمند مخکې لدې چې دنده پیل کړي باید د خپلې دندې اړوند صلاحیت او مسؤلیت وپیژني او بیا دنده پېل کړي . 

نوموړی زیاتوي صلاحیت ددې لپاره مهم دی چې د کارونو په اجرا کې اغیزمنتوب رامنځته شي او مسؤلیت ددې لپاره لازمي دی چې، کارمندان پوه شي او هغه څه کې چې ځواب ګو دي نو په سمه توګه یې اجرا کړي او ځان مسؤل وګڼي. 

هنري فایول دا دوه اصطلاحات د اقتصاد او ادارې کلیدي اړخونه ګڼي دا وایي چې وظیفوي مسؤلیت او صلاحیت یو ډول لارښوونه او هدایات دي چې د ادارو اهداف پرې تر لاسه کیږي. 

افغانستان او د دندې صلاحیت او مسؤلیت 

افغانستان د نورو برخو په څېر د وظیفوي مسؤلیت او صلاحیت په برخه کې هم ستونزې لري چې د زیاتو ګډ وډیو عوامل همدا برخه تشکیلوي تاسې به ډیر اوریدلي وي چې ، په دولتي ادارو کې کارمندان د ځان په هکله وایي، احمد کیست یک شخص بی رتبه که مسولیت داره و صلاحیت نه داره دا یو ضرب المثل غوندې ګرځیدلی دی چې په ادارو کې د مسؤلیتونو او صلاحیتونو نه شتون ددې سبب ګرځیدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب