جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+چین وايي، یو ملیون کسانو ته یې واکسین ورکړي

چین وايي، یو ملیون کسانو ته یې واکسین ورکړي

تاند(یکشنبه، د قوس ۲) وروسته له دې چې فایزر- او بایو این ټک کمپنیو او دغه راز مودرنا کمپنۍ د خپلو واکسینو د بریالیتوب خبرونه خپاره کړل، چین وویل چې واکسین یې اغېزمن دی.

د چین د درمل جوړولو سینوفارم کمپنۍ وايي چې دا واکسین یې نژدې یو ملیون کسانو ته ورکړی دی.

د دې چینايي کمپنۍ د اجرايي رييس لیوجینګ ژن په وینا، هغو کسانو چې دا واکسین ورکړل شوی، هیڅ راز جدي او شدید عوارض نه دي احساس کړي.

دا شرکت په عین حال کې تاییدوي چې واکسین شوي کسانو په خپل بدن کې ځینې کمزوري جانبي عوارض لیدلي چې د اندېښنې وړ نه دي.

دا واکسین هغو کارګرو، دیپلوماتانو او محصلانو ته پیچکاري شوي چې د کورونا د خپرېدو په ترڅ کې یې څه باندې ۱۵۰ هیوادونو ته سفر کړی او هیڅ یو یې په کورونا نه دی اخته شوی.

ژن د نوومبر په شپږمه ویلي و چې ۵۶ زره تنو ته یې دا واکسین ورکړی او دغو کسانو بهرنیو هیوادونو ته سفر کړی دی.

د سینوفارم کمپنۍ اجرايي ريیس یو بل وخت ویلي و چې د خپل واکسین درېم کلینیکي پړاو یې په ۱۰ هیوادونو لکه متحده عربي اماراتو، مصر، اردن، پیرو او ارجنټاین کې پر کابو ۶۰ زرو تنو ازمېښت کړی دی.

څرګنده نه ده چې سینوفارم کمپنۍ خپل کوم واکسین پر یو ملیون کسانو ټیسټ کړی دی.

تر دې وړاندې برازیل په خپله خاوره کې چینايي واکسین منع اعلان کړ او ویې ویل چې ناوړه جانبي عوارض لري.

روسیې دوه ځلې ادعا کړې چې د کورونا پر ضد یې واکسین کشف کړي او تر ۹۰ سلنه ډېر بریالي دي.

د کورونا پر ضد د بېلابېلو هیوادونو له لوري د واکسین په جوړولو کې سیالي د بشریت لپاره ښه خبره ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور پر اساس، همدا اوس په بېلابېلو هیوادونو کې د ۱۵۰ کمپنیو له لوري د کورونا پر ضد د واکسین پر جوړولو کار روان دی.

پرون د امریکا د درمل جوړولو لوی شرکت فایزر او د هغه جرمني شریک بیو اِین تیک وویل چې د امریکا له حکومته په بېړني ډول د کورونا ویروس ضد واکسین د تایید ترلاسه کولو هڅه کوي.

دغو شرکتونو ویلي چې د دوی له خوا جوړ شوی واکسین خلک د کورونا ویروس په وړاندې په سلو کې ۹۵ خوندي کوي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسلا ون دیر لین د جمعې په ورځ وویل، چې د موډيرنا او فایزر شرکتونو له خوا جوړ شوي واکسینونه ښايي د اروپايي ټولنې د درملو ادارې له خوا د روان میلادي کال تر پایه تایید شي.

له بلې خوا د استرا زینیکا او اکسفورډ پوهنتون واکسین هم په پوخ عمره کسانو کې د خوندیتوب سیسټم له غښتلتیا سره مرسته کړې ده.

که څه هم نویو جوړو شویو واکسینونو خلکو ته یوه هیله ورکړې، خو اټکل دا دی چې تر اپرېل میاشت پورې به خلک ورته په پراخه پیمانه لاسرسی ونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب