جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاد ایوډین د کموالي او مغزي ستونرو اړیکې

د ایوډین د کموالي او مغزي ستونرو اړیکې

تاند- د هیلت (health) یا روغتیا د ویبپاڼې د یکشنبې د ورځې له راپور سره سم د ایوډین کمښت د انسان په بدن کې دومره اهمیت لري چې کموالی یې د نړیوالې روغتیا موسسې په وینا په نړۍ کې د مغزي ستونزو یو اصلي عامل دی.
ایودین د انسان د مازغو د ودې، تیرویید او د جاغور د ناروغۍ اصلي عنصر ګڼل کېږي.

په وروستۍ څېړنه کې ویل شوي چې په مالګه کې موجود ایودین د امیندوارو ښځو تر اړتیا لږ دي او له همدې کبله ډېرې ښځې او د هغوی ماشومان د ایوډین د کموالي له کبله د جاغور په ناروغۍ اخته کېږي.

په څېړنه کې، چې پر شاوخوا زرو اومیندارو ښځو شوې، دا نتیجه اخیستل شوې چې په سلو کې د ۹۰ ښځو ایودین لږ و او لس نورو داسي خواړه خوړلي و چې له مالګې پرته یې ایودین ورپوره کړي ول.

څېړونکو اومیندوارو ښځو ته سپارښتنه کړې چې د ایوډین لرونکې مالګې د خوړلو تر څنګ ځیني نور خوراکي مواد استعمال کړي چې ایویدن لري، لکه؛

لبنیات
اوبژوي(کب، شریمپ او نور)
کچالو
توتۍ
هګۍ
سویا بین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب