جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا منځني ختیځ ته سترې جنګي الوتکې لېږي

امریکا منځني ختیځ ته سترې جنګي الوتکې لېږي

تاند(یکشنبه، د قوس ۲) امریکايي رسنۍ وایي له افغانستان د سرتېرو له ایستلو سره هممهاله امریکا منځني ختيځ ته د نظامي تجهیزاتو او الوتکو لېږل پيل کړي دي.

امریکايي رسنۍ وایي د امریکا پوځ تازه په خپرو کړو پیغامونو کې ویلي چې منځني ختيځ ته ددوی ګڼې بې ۵۲ ډوله جنګي الوتکې پر لاره دي.

د سرچینې په خبره دغه الوتکې له امریکا روانې کړل شوې دي خو دا معلومه نه ده چې په منځني ختیځ کې به چېرته ځای پر ځای کېږي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې له افغانستان سرتېري ایستل کېږي، خو منځني ختيځ ته تر ټولو خطرناکې جنګي الوتکې لېږل کېږي چې دا ټولې سیمې په تېره ایران ته بد پیغام کېدلی شي.

د سیمې هېوادونو او ایران تر اوسه د امریکا ددغه اقدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. ترمپ چه د امریکا د دفاع وزیر بدل کړ حال داچه لږی ورځی یی پاتی دی
    او اوس منځنی ختیځ ته بی ۵۲ جنګی الو تکی لیږی۰ دا په ګوته کوی چه د ایران
    اتومی پټی تر خملی لاندی نیسی۰
    دا به یو بد خبر د دنیا دپاره وی چه يو لوی جنګ په منځنی ختیځ کښی واقع شی۰
    یو خوا اقتصادی بحران بل خوا کرونا ویروس او د ترمپ دا اقدام۰
    خدای دی د مظلومو مددګار شی
    مننه

  2. دا ډول الوتکی د اړتیا په صورت کی له همهغهی امریکا څخه هم نظامی ماموریتونه تر سره کولای سی خو منځنی ختیځ ته ئې د لیږلو هدف یوه روحی روانی لوبه ګڼل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب