جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه امریکا او کاناډا کې د کورونا دویمه خطرناکه څپه پيل شوې

په امریکا او کاناډا کې د کورونا دویمه خطرناکه څپه پيل شوې

تاند(یکشنبه، د قوس ۲) د راپورونو له مخې د کاناډا حکومت امر کړی چې ددې هېواد تر ټولو ستر ښار تورنتو ژر تر ژره کرنتین کړي او ډېرې غیر ضروري برخې یې وتړي.

دمګړی په کانادا کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر په ۲۴ ساعتونو کې پنځه زره کسانو ته رسېږي.

په ورته وخت کې د امریکا په کالفورنیا کې هم پر ځینو مواردو بندیزونه وضع شوي دي.

ځایي ادارې ویلي دي چې د شپې ګرځبندیز او د چکر مېلې ځایونه هم تړل شوي او د کورونا د پراختیا د مخنیوي لپاره به پر ځینو نورو اقداماتو هم لاس پورې کړي.

په ورته وخت کې په اروپايي او ځینو اسیايي هېوادونو کې هم د کورونا دویمه څپه خطرناکه بلل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...