یو زاهد او پرهیزګاره سړی په یوه غار (سمڅه) کې په عبادت بوخت وو. هره ورځ به ورته شیطان راتلو او ده ته به يې د خپلو خبرو د منلو دعوت ورکاوه. ده به د شیطان نه منله. یوه ورځ شیطان ورته وویل: که مې کافر له دنیا تیر نه کړې بيا به زه د شیطان زوی نه وم.
په دې وخت کې د سيمې د حاکم لور ناروغه شوه، د ډاکټرانو په درملو چاره ونه شوه.
شیطان د ښه سړي په لباس کې حاکم ته ورغی او ورته يې وویل:
«لور دې هغه زاهد ته چې په سمڅه کې اوسیږي بوځه. د زاهد په دم او دعا به ستا لور ښه شي.»
حاکم لور زاهد ته ور وستله. زاهد ورته دم دعا وکړه جلۍ جوړه شوه. څه موده وروسته بیا جلۍ ناروغه شوه شیطان بیا حاکم ته ورغی او ورته يې وویل چې لور دې دا ځل د څو ورځو له پاره د زاهد سره په سمڅه کې پریږده. د څو ورځو تر دم او دعا وروسته به دې لور روغه رمټه شي.
حاکم لور زاهد ته ور وستله او هلته يې ور سره پریښوده. څه موده وروسته جلۍ له زاهد څخه حامله شوه. زاهد حیران شو چې اوس څه وکړي. شیطان په بدله جامه کی ورته راغی او ورته وویل: چې جلۍ مړه کړه، پلار ته به يې ووايې چې له ناروغۍ څخه مړه شوه.
زاهد همداسې وکړل. کله چې حاکم د لور پوښتنې ته راغی ويې ليدل چې لور يې مړه شوې ده او زاهد ورته وویل چی د ناروغۍ له وجې مړه شوه.
حاکم د زاهد خبره ومنله او لاړ. شیطان حاکم ته ورغی، ورته يې وویل چې لور دې زاهد ووژله که نه يې منې مړي يې وګوره.
حاکم د لور مړی وکوت په رښتیا چې وژل شوې وه. زاهد يې دار ته پورته کړ، رسۍ يې په غاړه کې ور واچوله. په دې وخت کې شیطان راغی زاهد ته يې وویل چې اوس هم وخت لرې، ماته سجده وکړه زه به دې خلاص کړم.
زاهد وویل په غاړه کې مې رسۍ ده، سجده نه شم کولای. شیطان ور ته وویل چې د سر په اشاره سجده وکړه. تش په نامه زاهد د سر په اشاره شیطان ته سجده وکړه. په دې وخت کې رسۍ هم کش شوه او زاهد شیطان ته د سجدې له امله کافر له دنیا تیر شو.
«د خدای له پاره د شیطان مه منئ، خپل هیواد د شیطان په خوله مه ورانوئ او خپل ورور د شیطان په لمسون مه وژنئ. شیطان ستاسو دوست نه بلکې ستاسو قسم خوړلی دښمن دی. د شیطان منل د لوی خدای ( ج ) سره دښمني ده.»