سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد کابل ښار په مختلفو ساحو کې ۱۴ راکیټونه لګېدلي

د کابل ښار په مختلفو ساحو کې ۱۴ راکیټونه لګېدلي

تاند (شنبه د قوس ۱) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار ۸:۵۰ دقیقې پر کابل ښار ۱۴ راکټونه توغول شوي دي.

د وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټوېټر لیکلي، دغه راکټونه د کابل ښار په لسمه، څلورمه، دوهمه او یوولسمه امنیتي حوزو کې لګېدلي دي.

د نوموړي په وینا د لومړنیو معلوماتو له مخې تر دا مهاله درې تنه ملکي وګړي د یادو راکټونو له امله وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي دي.

“دغه راکټونه په لسمه حوزه، برج برق چهار قلعه، کوچه طاهري، نعمت پلازا، سلام پوهنتون ته نژدې، چهار راهي ګل سرخ،څلورمه حوزه، صدارت څلور لارې، پل باغ عمومي،سپین زر جاده، دوهمه حوزه کې ملي ارشیف ته نژدې او په یوولسمه امنیتي حوزه کې مریم لیسې او ۵۰۰ فامیلي سیمو کې لګېدلي دي.”

بلخوا د عامې روغتیا وزارت وايي تر اوسه د یادو بریدونو له امله پینځه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت دا نه ده روښانه کړې چې دغه راکټونه له کومې سیمې پر کابل ښار توغول شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددغو بریدنو مسؤلیت نه دی منلی.

تر دې وړاندې هم پر کابل ښار توغندیز بریدونه شوي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

1 COMMENT

  1. ۱۴ راکټونه فایر کیږی او ملی امنیت پری خبر هم نه دی، د یوه هیود استخبارات دومره باید قوی وی چی حملی د پلان پر وخت باید خبر وی او هماغه ځای کی یی خنثا کړی که بیا هم کومه پيښه ترسره شی نو باالمثل ځواب باید ورکړل شی، په ګران هیواد کی چی هر وړوکی او غټ برید کیږی ترشاه به یی حتماً د پنجاب لاس وی که هلته بالمثل ځواب ورکړل شی باور وکړئ چی بیا به برید نه کیږی، اوس خو خبرونو کی هم د پنجاب نوم نه اخیستل کیږی سړی حیران شی چی دلته دولتی چارواکی افغانان دی که پنجابی یا د بل هیواد، ځکه چی هیڅ غیرت او شهامت په کی نه لیدل کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب