Homeخبرونهپومپیو نن په دوحه کې له مذاکراتي ټیمونو سره د سولې پرمسایلو...

پومپیو نن په دوحه کې له مذاکراتي ټیمونو سره د سولې پرمسایلو خبرې کوي

تاند(شنبه، د قوس ۱) د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دوحې ته لاړ شي او هلته به د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

سرچینې وایي دغه راز پومپیو به نن د دواړو مذاکراتي ټیمونو له غړو سره په جلا جلا توګه وګوري.

فرانس پریس وايي چې مایک پومپیو به د سولې د روانې پروسې او ستونزو په اړه د افغان حکومت له مذاکراتي ټیم سره خبرې او بحثونه ولري.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې ویل کېږي دواړه مذاکراتي ټیمونه پر ځینو مسایلو توافق ته رسېدلي او ژر به پر اجنډا بحثونه پيل شي.

بل لورته په افغانستان کې هم جګړې زور اخیستی، امریکا د خپلو سرتېرو ایستلو ته بېړه لري او معلومه نه ده چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکرات به څه وخت پایلې ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...