Homeخبرونهترکیې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو غوښتنه کړې

ترکیې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو غوښتنه کړې

تاند(شنبه، د قوس ۱) د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان کتلي دي.

په دې لیدنه کې د ترکیې ولسمشر ویلي، د افغان سولې د هڅو ملاتړ کوي او په دې هېواد کې د جګړې د ختمېدو غوښتونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر د سولې لپاره د سیمه ییز ملاتړ جلبولو په هدف ترکیې هېواد ته سفر کړی.

نوموړي تر دې وړاندې پاکستان، ایران او هندوستان ته هم ورته سفرونه کړي.

که څه هم په هېواد کې د سولې د راتلو لپاره هڅې ګړندۍ روانې دي خو بیا هم جګړه ورځ تر بلې زور اخلي.

عام افغانان د ملي روغې جوړې د عالي شورا پر کارونو نیوکه لري او وایي تر اوسه د سولې اړوند هېڅ مثبته پایله نه لري.

1 COMMENT

  1. د سولی لپاره پاک نیت مهم دی دولت او طالب دواړه انعطاف نه ښیی، سوله د مقابلی ځای نه دی د سولی مفهوم دادی چی له ډیرو خبرو باید تیر شی که څه هم ستا په نقص وی، سوله ځان د لپاره نه بلکی د افغانستان او افغانانو لپاره باید وشی، په دواړو لوریو غږ کوو چی تردی زیات زیات ملت مه ځوروی او ژر سوله وکړئ.
    ژوندی دی وی لوی افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...