جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزد ښځې او نر نقش په ټولنه کې د فرهنګي چاپیريال زیږنده...

د ښځې او نر نقش په ټولنه کې د فرهنګي چاپیريال زیږنده دی

  1. سید سلیمان اشنا

افغانستان لاهم یو له هغو سیمو بلل کیږي چې د اوسیدونکو ترمنځ يي د ښځې او نر اجتماعي نقش ډير مطرح دی او په څرګند ډول د ښځو اجتماعي حضور د بدګڼلو له امله کم دی. ورځني مثلاونه يي زیات دي، خو دلته ورته د انسان پیژندنې له اړخه څو اساسي ټکي شریکوم که د ښځې او نر په اجتماعي توپیرونو، متوازنه ودې، فرهنګی اغیزو او مساواتو په برخه کې د اګاهي سبب شي.

د بشریت پیژندنې په علومو او د انساني چلند په څیړنو کې، ‘فرهنګ’ د انساني اخلاقو یا چلند اصلي هسته ده. لویې بیلګې یي د انسانانو لخوا د ژبو، ودانیو، حاکمیتونو او هر انساني فزیکي جوړښت، یا په یو چاپیریال کې د انسان فرهنګي تولید دی. په زړه پورې داده چې انسان په خپل ذات کې فرهنګ نلري، بلکې د فرهنګ رامنځته کوونکی دی.

لمړی دلته د علمي موندنو یوه برخه ولولئ چې په طبي لحاظ، انساني چاپیریال د هربشري جنس د روش یا چلند اصلي سرچینه بلل کیږي.

ځنی خلک شاید پدې فکر وي چې طبعیت د انساني ټولنې د مختلفو جنسیتونو (نر، ښځې، ماشوم) نقش مشخص کوي، خو دا ځکه دقیقه خبره نده چې نن سبا د ښځې او نر علاوه، په علمي ډول نور جنسیتونه هم تشخیص شوي چې شاید تولید ونشي کړې، خو اجتماعي نقش کې مساوي ونډه ولري. د همدغو علمي او بیالوژیکي موندنو پر اساس، نن سبا دا ډول انسانان د بشري ټولنې د ښځې او نر په څير، دریم انساني جنس بلل کیږي او مساوي اجتماعي حقوق اخلي.

د جنسیت (جنډر) ټکې لمړی ځل په ۱۹۵۵ کال کې د جان مني په نوم عالم د مختلف جنسیت پیژندنې په څیړنه کې خپور کړ چې ښيې د ښځې او نر سربیره، انسان بل داسی جنسیت هم لري چې عیني کروموزومونه، جینونه، جنسي هارمونونه، خویونه او جینیتیکي خصلتونه لري. د ملګروملتونو د بشري حقونو د سازمان د پریکړې پراساس دی خلکو ته نر یا د ښځې خطاب نشي کیدلی.

  اوس په حقیقي وخت کې د ښځې او نر د اجتماعي رول په اړه، په خپلې ټولنې کې د ژوند چاپیریال ته وګورئ. د خپل کوچنیوالي هغه چاپیریال را یاد کړئ چې تاسو پکې لوی شوي یاست. اکثریت مو د والدینو، خویندو او ورونو او د خپلوانو په منځ کې وئ. اقتصادي چاپیریال مو په طبعي توګه تاسی دیته موظف کړي وئ چې څوک او په څه ډول د خپلې بقا دپاره خوراک او څښاک پیدا او نور ضروري کارونه ت��سره کړئ. مثلآ که په کلي کې وئ، د کور نارینه به مو په کروندو، باغدارۍ او مالدارۍ بوخت وو، ښځې به په کورني ژوند، پخلې، صفایي، د ماشومانو پالنې، اوبو راوړو، کالو مینځلو، ګڼډلو او حتی د اقتصادي ذخیرو په ساتنې او کنترول بوختې وې.

دا وظایف نه نارینه په جبر یا ظلم پر ښځو تپلی او نه ښځو نارینه مجبور کړي چې د مٌلا د آذانه تر ترګمیو په یخنۍ یا ګرمۍ کې دهقاني، مالداري او باغواني وکړي. دا مو د ژوند د امکاناتو په لرلو هغه ماحول دی چې پکې د ژوند کولو ټول عادتونه په منل شوي فرهنګ بدلوي او نوی نسل پکې بی له تبعیضه وده او تدریجي بشري تکامل کوي.

تکامل پدې معنا چې کله د کور د غړو شمیر په ډیریدو شي، فامیلي ماحول تقسیم یا جلا کیدو ته اړ کیږي او معمولا نوی نسل د نویو لاریو پسې وځي. په افغاني او تر ډیره مرکزي آسیا کې دغه اجتماعي بدلون د پیړیو راهیسی دود دی او د مرکزي خلکو جنوبي آسیا او برعکس له نورو سیمو خلکو شمالي او مرکزي آسیا ته مهاجرتونه يي لویه بیلګه ده.

ددی تکاملي دورې په جریان کې اکثره قبیلې د خپلو اصلي ټاټوبو بی ځایه او په دویم نسل کې د بلې سیمې دایمي استوګن شوي. په دغو ټولو بشري کډوالیو کې نر، ښځې او ماشومانو د خپل هغه چاپیریال لاندې اجتماعي وظایف او موقفونه تعین کړي چې د موجوده پوهنې، اقتصادي پانګې او د راکړې ورکړې دودونو ایجابول.

پدې ټولو پړاونو کې زمونږ سیمه د آزاد تګ راتګ او د لویو یرغلونو او لښکرکشیو په داسی چاپیریال بدل شو چې نارینه د جګړې د سپاهي په روحیه او ښځه د کورني چاپیریال په ساتلو مکلفه شوه. دا وضعیت په یو داسی فرهنګ بدل شوی چې دیني قواعدو پکې اجتماعي چوکاټونه رامنځ ته او جنسیتي وظایف يي ترډیره مشخص کړي.

د افغانستان په څیر هیوادونو کې ځنی وخت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او حتی مرګونو شکنجو پیښې کیږي. دا ناوړه چلند د هاغه چاپیریال اغیزې دي چې افرادو ته د شتمنۍ، فزیکي ځواک او قبیلوي جوړښتونو له مخې حاکمیت یا برتري ورکړل شوې. په مدنیت سمبالو ټولنو کې چې پولیس، قوانین، پیاوړې ادارې او منتخب دولتونه ولري، دا کړنې جنایي جرم ګڼل کیږي او حتی نن سبا د افغانستان د عدلیې وزارت د جزا په قوانینو کې هم وضاحت ورکړل شوی.

د دیني چوکاټونو مسله یو اوږده بحث ته اړتیا لري چې دلته به ونشم کړې، خو پدې باور یم چې د الهي احکامو د مختلفو تفسیرونو او تمثیلونو له امله ښځې دویمه درجه کې ساتل شوي او د ‘نرمشرۍ’ فرهنګ ورسره د بیروني عواملو په وجه افغاني ټولنې ته ننوتی.

په نوي عصر کې په پرمختللو ټولنو لکه امریکا کې هم لږترلږه د تیرو پنځلسو کلونو موده کې ښځو ته لاهم په یو نه یوډول دویمه درجه کتل کیږي. که څه هم د نافذو فدرال او ایالتي قوانینو کې په هیڅ ډول د نر او ښځې د مدني حقونو او ازادیو په برخه کې کوم توپیر ندی ذکر شوی، خو خپرې شوې ډیټاګانې ښيې چې ښځې لاهم د نارینه و په پرتلې کم مزد ترلاسه کوي، چې دا کار د ښځو په وړاندې یو ډول اجتماعي تبعیض بلل کیږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د تعریف له مخې، جنسیتي موقف د اجتماعي نقش له مخې جوړیږي، چې د نر یا ښځې اصلي هویت او ټولنیز موقف د هغې د چلند، فعالیت او خاصیت له مخې تعینیږي.

خو د اتلسمۍ پیړۍ نه تر ننه په لویه کچه د علمي څیړنو، مهاجرتونو، په نړۍ کې د انسانانو د ژوند، تاریخ، فرهنګ، خوراک، اقلیم او ذاتي ودې په باره کې د معلوماتو خپریدو او شرکیدو وروسته، په ډیرو ټولنو کې داسی اجتماعي بدلونونه رامنځ شوي چې د فرهنګي دود او دستور له مخې د نر یا ښځې موقف تعینول یو جبري او ناسم حکم بولي. پدې مخالفو ډلو کې په نړیواله کچه د ښځو د مدني حقونو مدافع تحریکونه ترټولو ښکاره مظاهرې کوي. شاید ددی دوئ مظاهرې او استدلال ځکه یوازی په د ښځې په اجتماعي موقف متمرکز شوی اوسي چې د نړۍ په اکثریت نفوس کې ښځه دویمه درجه جنس بلل کیږي، د نر شخصي ملکیت ګڼل کیږي، او د اجتماعي مخالفت په وخت کې ښځه د فزیکي چلند لمړی قرباني جنس وي.

د ټولنپیژندونکو د عامو خپرو شویو څیړنو له مخې ښکاري چې د فرهنګي اغیزو په نتیجه کې د یوې ټولنې د خلکو د چلند لمړی عامل په باقاعده اوعقلي ډول د فرهنګي تړاو زده کړه ده؛ دویم د وړکتوبه په یو مشخص اجتماعي ماحول کې ناسته او څارل دي؛ دریم په تدریجي ډول دا قابلیت موندل چې په لمړنۍ مروجه ژبه د خپلو افکارو استدلال وشي؛ څلورم د اوږدې مودې دپاره په یو چاپیریال کې ژوند وکړې او پنځم په غوره موقف کې هغه کسان ډیر خوشبخت وي چې په سم وخت او سم ځای کې تولد شي.

همدا پنځه عوامل دي چې څیړونکي يي په وړو او لویو ټولنو کې د بشري تکامل د جنسیتي موقف پیژندنې دپاره کاروي.

نن سبا د جنسیتي مساواتو دپاره په ډيرو هیوادونو کې د حاکمیتونو لخوا داسی سیستمونه رامنځ ته شوي چې کورنیو ته مادي درامد او د صحي بیمو او مساوي رخصتیو فرصتونو برابرول يي ددی سبب کیږي چې د کورنۍ د مختلفو جنسونو ترمنځ ترلاسه شوی عواید مساوي وویشل شي او ښځې او نارینه په منظم ډول د مساواتو پر بنسټ چاپیریال رامنځ ته کړي. له همدې امله په بډایه او شتمنه ټولنه کې د هر جنس موقف څرګند تعریف لري او د عمر تر پایه خوشحاله ژوند تیروي.

4 COMMENTS

  1. ښه او پوره زده کړه او بیا دد غی زده کړی په نتیجه کی ښه اقتصاد شاید یو وخت ددغه ټولو ستونزو مخه ونیسی.

  2. ډېره په زړه پورې لیکنه وه. نوې خبرې مې پکې ولوستې. زموږ خلک د ښځو او نارینه و د ټولنیز رول او جنسیتي توپيرونو سره یې د اړیکو په هکله، ډېر څه لوستلو ته اړ دي. هیله ده دا لړۍ وغزوئ. درنښت

  3. داسی ښکاری چه آشنا سیب د بشری او یا سیاسی علومو سره أشنا دی. د هغه لیکنه د حاضر غربی پوهنی په اساس ولاړه ده. دا چه دهغه لیکنه تبلیغی بڼه لری نو مونږ نسو ویلای چه دوی دا معلومات دماستری او یا دوکتورا په لیکنه کی راټول کړی دی.
    آشنا سیب د (مدنیت سمبالو ټولنو)، (تکامل)، (پرمختللو ټولنو)، (ښځه دویمه درجه جنس بلل کیږي، د نر شخصي ملکیت ګڼل کیږي، او د اجتماعي مخالفت په وخت کې ښځه د فزیکي چلند لمړی قرباني جنس وي)، (بشري تکامل د جنسیتي موقف) او (ه همدې امله په بډایه او شتمنه .ټولنه کې د هر جنس موقف څرګند تعریف لري او د عمر تر پایه خوشحاله ژوند تیروي) لفظونه ویلی
    زه د همداسی لیکونو مخالف یم. زما دلیلونه دا دی:
    زه مسلمان یم او دا د داروین له تکاملی تیوری سره مخالف یم. آشنا سیب د تکامل لفظ تکراروی او د هغه تاریخی لیدلور هم د انسان د ایولوشن یا تکاملی تاریخ يه اساس متکی ښکاری.
    د تکامل بل لفظ چه توپیر پیژندونکی ښځی یی زیات وخت پکاروی د پراګرس (يرمختلنه) لفظ دی چه همدا لفظ د استعمارګرو، سرمایدارو او نورو ایدیالوګانو سره شریک لفظ دی. دی ټولګیو د نړی غلا او چور هم په دی اساس تبریئه کاوو. د همدی لوزو سره بل تړلی ټکی د مدنیت ټکی دی چه د سپینپوستو توپیر غوښتونکو لخوا د مظلومو او مسکینو دولتو لپاره استعمال او په دی اساس په هغوی ظلم روا بولی.
    دا پورته اصطلاحات ویل د لیکونکی د مقلد له صفت نه تعبیر کوی. افغانان باید له جنوبی امریکایانو څه زده کړی. هغوی نن سبا د اورپایی استعمارګرانو فلسفی تر نوی مایکرسکوف لاندی نیسی او د هغوی دنیمګړتیاوو په هکله خلک خبروی.
    اوس به راسو جندر اکولیټی او یا مساوات ته.
    اول دی ته باید ځیر سو چه دا تنظیمونه د سرمایداری خادمان دی او که مخالفان. ځینی لیکنی ښیی چه دا تنظیمونه د سرمایداری پلویان دی چه په هرڅه ډول وی ځینی ښځی د سرمایداری نه ګټه واخلی. هغوی متهمی دی چه د عادی ښځو په غم کی ندی.
    دوهم: لیکونکی وایی (چې طبعیت د انساني ټولنې د مختلفو جنسیتونو (نر، ښځې، ماشوم) نقش مشخص کوي، خو دا ځکه دقیقه خبره نده). نو له دی نه وروسته هغه د مخنث په وجود دلیل نسی چه د لیکونی ویونکی له سوال سره مخ کوی چه د مبتدا او خبر په مینځ کی ربط څه دی؟ که هرڅومره د تکامل معتقدین وغواړی چه منکر سی بیا هم تراوسه دښځو بدنی ضعف لا سته. نو ځکه دهمدی توپیر په خاطر زیات کارونه لا تراوسه په هره جامعه کی رواج لری. په ذهنی لحاظ اوسنی علمی لیکنی ښیی چه د ښځی او نارینه دماغی قوت توپیر لری. هغه دا چه ښځی قوی حافظی لری او نارینه بیا د ارت او اداری قوی فکر لری. البة دا دا مانا نلری چه دواړه نسی کولای داسی قوی ولری، بلکه خبره نسبی ده. نو اوس سوال دا دی چه ددی توپیر سره بیا دواړه مساوی کارته ګمارل د یو عاقل خبره ده او که نه. یو عاقل باید هرچا ته هغه کار وسپاری چه هغه د هغوی په توان کی وی. له دی سره سره دا باید وویل سی مطلق مساوات د عقل خبره نده. دیو کار و نااهل ته سپارل د عقل خبره هم نده، دا د نورو په حقوقو تجاوز بلل کیږی. مثلا: دوه هلکان او دوه جنیګانی د دوو وظیفو تقاضا وکړی. دوه هلکان باتعلیمه او ښخی بیتعلیمه وی. نو که جنی استخدام سی هغه به د مساوات له مخی ښه ښکاری خو د عدالت له مخی هغه ظلم بللای سو. یو خو کار اهل ته ندی ورکړ سوی او بل جینکانی به مفت معاش اخلی چه دا به د مستخدم په هکله ظلم وی.
    دریم: مساوات له بی مفهومه لیبلو نه سوا په مشکله د تایید وړدی. هغه کسان چه په تکامل عقیده لری هغوی باید اقرار وکړی چه زیاتی عنعنی د تجربو په اساس مینځ ته راغلی. هغه تجربی باید محترمی وبلل سی. که بیا هم زمانه دهغو د بدلون تقاضا ولری نو باید اول یو ښه منظم او سیستماتیک پلان وی چه هغه ټول ښه او بد اړخونه سنجولی وی. که له هغه نه وروسته بیا درواج مخالفت وسی نو بیا مشکل نسته. اوس نو مونږ او تول بشرپوهان باید وګورو چه دمساوات نه را پورته سوی مشکلات څومره دی؟ ایا ښځو ته د نوی کارونو سپارل او له عنعنی زوند نه بیلول فایده کړی او که تاوان؟ په دی هکله باید نوی تحقیق وسی ترڅو معلومه سی چی څومره ښځی له دی نوی نظام نه ګټه اخلی او څومره له ورځنی دوزخ څخه تیریږی؟
    څلورم: لیکونکی باید په پټو سترګو د غربیانو خبری ونه لیکی. هغوی باید هغو لیکنو ته نظر کړی وای چه اقتصادی بسیا د خوښی ضمانت نسی کولای. اقتصادی بسیا او خوښی سره برابرول یوه خیالی خبره ده نه علمی. لیکونکی لیږ باید دنوی منل سوی جی ډی پی اندیکس ته کتلی وای. دا خبره نن سبا د نوی کیدونکی پرمختګ یا سسټینبل ډیولپمنت په اصولو کی لیکل سوی ده.
    نتیجه دا ده چه نوی خبره نن سبا اکویټبل ایکولیټی یا په انصاف ولاړ مساوات ده نه مطلقه مساوات او بل دا چه خوښه ټولنه د مساوات له لیاری نه بلکه د ټولنی دعنعنو او د معقول تغیرله لیاره ترلاسه کیدای سی.

  4. سلام
    آشنا صاحب دغنی فرهنګ ،کلتور، چاپیر یال ، ملی او اسلامی عقایدو کې دېې یوڅه نا اشنایی کړې ده دغه نا اشنایی ښیی چی دقضیې اصلی فکتورونه محراق نه لری او ګډه وډه معادله کې راڅرګندیږی مثلا ښځه په سر مایه داری یا به بل عبارت لوڅه او بر بنډه ټولنه
    کې دابزار په توګه کاریږی مثالونه یې بېشمیره دی چې ملکیت اوهویت یې دانسانی اخلا قو نه وځی خو دوی دآزادی ټاپه ور باندې وهلې ده
    بله د ښځو حقوق ته درناوی نه کول ،له زده کړومحرومول،اقتصادی ستونزې ،دفرهنګی ژوند کچه او نور په پته یاحجابی ټولنه کې جلا وجوهات لری چې مقایسه باید نشی خو دلته اخلاق،عفت ، صبر، عزت ،اومقاومت لا شته داچې یو شمیر سازمانی ،راوایی ،شعله ای له بهر نه څنګه دلوڅې ټولنې په ارمان کې دی دا خلک معلوم دی داډله له اکثریت څخه استاذیتوب نشی کولی
    ښځو ته په هېڅ نظام کې د اصولو پر بنا دومره وقار او حیثیت نشته کوم چې اسلام ورته تاکلی خو دلته دلو څې ټولنی واکدران نارې وهی چې هلی ژرشی ببړو راغلی سهار اومازدیګر حتی دافغانستا د زعامت په کچه مطرح کیږی ستر شرم دی زه نه پوهېږم چې موږ ولې دبل فرهنګ دپېښوژر ښکار کیږو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب