پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: تاوتریخوالی زیات شوی، طالبان باید اوربند وکړي

ولسمشر غني: تاوتریخوالی زیات شوی، طالبان باید اوربند وکړي

تاند(شنبه، د قوس ۱) ولسمشر غني له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له صلاحیتونو څخه د فشار په توګه د طالبانو پر وړاندې کار واخلي چې اوربند ته غاړه کېږدي.

غني دغه خبرې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په ویډيویي بڼه کړې دي.

نوموړي له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې له طالبانو سره د سولې خبرو بریا لپاره د بندیزونو کړنلاره د فشار په توګه عملي کړي.

د ولسمشر غني په وینا طالبانو هغه شرطونه نه دي پوره کړي، چې پر دوی لګول شوي وو.

نوموړي وویل، بندیزونو کې یوازې هغه مهال بدلون کېدای شي، چې د سولې خبرې پرمختګ او پایله ولري.

هغه وویل، سوله دوی ته لومړیتوب لري او پکار ده چې دغه بهیر ټول په ګډه پیاوړی کړي.

ولسمشر غني وویل چې تاوتریخوالی زیات شوی او پکار ده چې اوربند وشي.

غني ټینګار وکړ په سوله کې باید د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي وي.

هغه وویل، افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي او ۹۸ سلنه عملیات په خپله ترسره کوي.

ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د هیواد په ډیری ولایتوتونو کې دطالبانو تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

1 COMMENT

  1. غنی باید د دولت ریاست یو متحد اورګان کړی. فیدرالی ریاست هیڅ معنی نلری. یو غنی او دوه مخالف مرستیالان به څنګه د سولی سالمه پراسیس رامنځ ته کړی. غنی باید خپل نظر ولری، پردی خبری تکرار نکړی او نه د پردو په زور افغانان ځان ته تسلیم کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب