جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهقطر کې مذاکراتي ټیمونه پر اجنډا د بحث لپاره چمتووالی نیسي

قطر کې مذاکراتي ټیمونه پر اجنډا د بحث لپاره چمتووالی نیسي

تاند(شنبه، د قوس ۱) قطر کې د سولې په مذاکراتو کې د پر مختګ لپاره هیلې زیاتې شوې دي.

قطر کې د مذاکراتي ټیمونو د تماس ډلو تر منځ تر اوږده ځنډ وروسته، په څلور اصولو توافق شوی چې څلورم او تر ټولو اختلافي اصل یې، د دوحې تړون دی چې دواړو خواوو د بین الافغاني مذاکراتو د اساس په توګه منلی دی.

په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د مبنا په توګه، د دوحې توافقنامې له منلو وروسته دواړه لوري د مذاکراتو پر اجنډا د بحث لپاره چمتووالی نیسي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو ویلي، چې په دې برخه کې مهم پرمختګونه رامنځته شوي دي.

ویل کیږي ولسمشر غني د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او عبدالسلام رحیمي کابل ته را غوښتي او ډیر ژر به بېرته قطر ته وګرځي.

شنوونکي د سولې مذاکراتو کې دغه پرمختګ ته خوشبین دي او وايي تمه ده چې دواړه لوري ژر تر ژره رسمي مذاکرات پیل کړي.

دا خبر داسې مهال خپریږي چې شاو خوا دوه میاشتې وړاندې په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شول چې تر اوسه هیڅ نتیجې ته رسیدلې نه دي.

2 COMMENTS

  1. کشکی دا کار مخ ته سوی وای. بیګناه او د طرفینو جنګیالی به ژوندی او سالم پاتی سوی وای. هیله ده په آینده کی طرفین دوراندیشه او ګړندی تصمیمونه ونیسی تر څو پردی خونخواران د شیطانی دسیسو وخت ونلری.

  2. سوله نه د حکومت ده او نه طالب ده سوله د ملت ده او د ګران افغانستان، سوله کی جنجال کول خیانت دی او په هر نوم یی ځنډول لویه ګناه ده سوله کی خیر دی او ژر کول یی پکار دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب