پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: د بشر حقونو کمېسیون دې نیوکې نه عملي کار دې...

امرالله صالح: د بشر حقونو کمېسیون دې نیوکې نه عملي کار دې وکړي

تاند (چهارشنبه د عقرب ۲۸) امرالله صالح د افغانستان د بشري حقونو پر خپلواک کمېسیون سختې نیوکې کړې او پر دغه کمېسیون یې غږ کړی چې د بشر د حقونو د دفاع لپاره دې عملي کارونه وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال نن چهارشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې پر کابل پوهنتون د برید په اړه نوي معلومات هم خپاره کړي دي.

ښاغلي صالح لیکلي، دا ځل د رحمت الله په نوم یو کس چې په دغه جنایت کې یې مستقیم لاس درلود او د همدې هستې غړی د امنيتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی، خو زیاتوي چې د اوس لپاره د محرمیت په خاطر د نیول شوي کس په اړه نور جزیات له خلکو سره نه شي شریکولی.

نوموړی وايي، پر کابل پوهنتون او کوثر ښوونیز مرکز بریدونه په اصل کې د بشریت پر وړاندې یو ستر جنایت دی او موږ باید د افغانستان او نړیواله ټولنه د دغه جنایت کوونکو پر وړاندې سره منسجمه کړو.

امرالله صالح د افغانستان د بشري حقونو پر خپلواک کمېسیون له نیوکو وروسته زیاته کړې چې دغه کمېسیون باید نور خپل همېشنی عادت چې نیوکې کول دي پرېږدي او په دې برخه کې عملي کار وکړي.

دده په خبره افغانان له یاد کمېسیون څخه د راپور لیکولو پرته دا غواړي، چې له حقونو څخه یې په کلکه په نړیوالو ټولنو او نړیوالو بنسټونو کې هم دفاع او خبرې وکړي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی او د جګړې له ښکیلو خواوو یې غوښتي چې نور دې افغان وژنه پای ته ورسوي.

2 COMMENTS

  1. ښاغلي صالح لیکلي، دا ځل د رحمت الله په نوم یو کس چې په دغه جنایت کې یې مستقیم لاس درلود او د همدې هستې غړی د امنيتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی، خو زیاتوي چې د اوس لپاره د محرمیت په خاطر د نیول شوي کس په اړه نور جزیات له خلکو سره نه شي شریکولی.

  2. دا کومی دواړی غاړی ؟ د افغانستان اسلامی جمهوری دولت خو د پخوا نه اوربند ته چمتوالی ښودلی او ثابت کړی ، نو اوربند خود طالبانو ډله نه منی ، نو نتیجه دا شوه جه د افغانوژنی عامل د طالبانو ډله ده .
    عجیبه ده یو تعداد ادرسونه همیشه دغه خبره په تکرار کوی چه ددواړو غاړو نه غواړو چه اوربند وکړی ، یا افغان وژنه بنده کړی ، خو د روانی افغان وژنی په اصلی طرف چه د طالب ډله ده باید د اوربند غږ وکړی ، دولت خو د مخکی نه او بی د کوم شرط نه اوربند ته تیاری اعلان کړی . طالب د امریکا سره اوربند کوی خو د افغان سره یی نه کوی ، باید ملت د طالبانو نه پوښتنه وکړی جه دغه فتوی په کوم شرعی دلیل او چا ورکړی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب