سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت د مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې د تازه...

افغان حکومت د مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې د تازه شرطونو هرکلی وکړ

تاند (چهارشنبه د عقرب ۲۸) د افغانستان حکومت د مرستو د دوام په خاطر د نړیوالې ټولنې د مرستندویه هېوادونو له ګډې پرېکړې او تازه شرطونو هر کل وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغان حکومت د تېرو لاس ته راوړنو د ساتلو، سولې راوستلو، افغان خاوره د چا پر ضد نه کارولو، د فساد پر وړاندې مبارزه کولو او دې ته ورته د نړیوالو ټولنې د لسو شرطونو عملي کولو ته تیار دی او هرکلی یې کوي.

دغه وزارت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي، د سولې خبرې مخ ته یوسي او په دې توګه دې له افغان حکومت او افغانستان د نړیوالې ټولنې ملاتړ پیاوړی کړي.

په علامیه کې ویل شوي افغان حکومت د سولې د راتګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د جینوا په راتلونکي کنفرانس کې به هم پر دې مسئله د نړیوالو لا ډېر ملاتړ خپل کړي.

د نړیوالې ټولنې مرستندویه هېوادونو له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره تازه لس شرطونه وړاندې کړې دي.

دایمي اوربند، د سولې خبرې مخ ته وړل او بریالي کېدل، له فساد سره جدي مبارزه، د جمهوریت ساتل، د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو ساتل، د بشري حقونو مراعاتول، نړیوالو قوانینو ته درناوی، دیموکراسي، د افغانستان نړیوالو ژمنو او دولتي بنسټونو ته درناوی او یو شمېر نور شرایط شامل دي.

دغه څرګندونې په داسې مهال شوي چې ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې سویس کې د افغانستان سره د مرستو په اړه یو کنفرانس جوړ شي، چې مرسته کوونکي هېوادونه به له افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنې تازه کړي.

خو د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي چې دا ځل به د مرستو لپاره شرایط خورا سخت وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب