دوشنبه, سپتمبر 9, 2024
Homeخبرونهعثماني: د کورونا له امله به د ودونو هوټلونه وتړل شي

عثماني: د کورونا له امله به د ودونو هوټلونه وتړل شي

تاند ( چهارشنبه، د عقرب ۲۸) د عامې روغتيا د وزارت سرپرست احمد جواد عثماني نن یو خبري کنفرانس ته وویلې چې، د کورونا وبا د مثبتو پېښو ډېرېدو ته په پام ویلی شي چې هېواد د کرونا وبا له دوهمې څپې سره مخ دی.

عثماني د کورونا ویروس د دوهمې څپې د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت له لوري د تدابیرو ډاډ ورکړی.

هغه زیاته کړې چې بېړنۍ کمېټې بیا ځلې فعالې شوي او د دې ویروس د دوهمې څپې راتګ پر وړاندې مبارزه کوي.

د عامې روغتيا سرپرست وزير دغه راز ویلي چې د کابینې د پرېکړې له مخې د دغه ویروس د دوهمې څپې خپرېدو مخنیوي په پار د ودونو هوټلونه چې په هېواد کې د ویروس د خپرېدو مهم عوامل دي د لېندۍ میاشتې ترپایه به وتړل شي.

هغه دغه راز پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کورونا ویروس مخنیوي لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب