سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد پاکستان لومړی وزیر، عمران خان سبا پنج شنبه کابل ته راځي

د پاکستان لومړی وزیر، عمران خان سبا پنج شنبه کابل ته راځي

تاند ( چهارشنبه، دعقرب ۲۸) د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به سبا کابل ته راشي.

کابل کې د پاکستان سفیر، منصور احمد خان ویلي، عمران خان به له ولسمشر غني سره وګوري او په دوه اړخیزو اړیکو به خبرې وکړي.

د عمران خان راتګ لپاره د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت سبا ورځ په کابل کې عمومې رخصتي اعلان کړې ده.

کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان لومړي ځل راتګ ته چمتوالی هم نیول شوی دی او د حامد کرزي هوايي ډګر ته پر تللې لارې د افغانستان او پاکستان بیرغونه ځړول شوي دي.

خو بل لورته افغان شنونکي هم دې سفر ته دومره هيله من نه دي او وايي ښايي دا هم تشریفاتي بڼه ولري.

عمران خان داسې مهال کابل ته راځي چې، له تېرو دوو ورځو راهیسې د پاکستان د سوداګرۍ وزیرمحمد صالح احمد فاروقي او په سوداګریز چارو کې د عمران خان سلاکار عبد الرزاق داوود په ګډون يو ۱۷ کسیز پلاوی کابل کې دی.

ياد پلاوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ تېر ماښام د ګمرکي همکاریو يو تړون هم  لاسليک کړی دی.

د دې تړون له لاسليک پرمهال  د دواړو هېوادونو چارواکو تمه ښودلې چې، دې سره به دوه اړخیزه سوداګري او تجارت برخه کې ستونزې راکمې شي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af-%da%ab%d9%85%d8%b1%da%a9%d9%8a-%d9%87%d9%85%da%a9%d8%a7%d8%b1%db%8c%d9%88-%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب