Homeخبرونهصالح: کابل کې دې دينې مدرسې خپل استادان او شاګردان بايومتريک کړي

صالح: کابل کې دې دينې مدرسې خپل استادان او شاګردان بايومتريک کړي

تاند ( چهارشنبه، دعقرب ۲۸) د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په کابل کې د دیني مدرسو له مسوولانو غوښتي چې، خپل زده کوونکي او استادان بایو متریک کړي.

د امرالله صالح له څخه په خپره شوې  خبرپاڼه کې ليکل شوي چې، د ۳۶۰ مدرسو له شمېرې ، له ۱۳۰ یې غوښتل شوي چې بایو متریک ته چمتو شي.

په خبرپاڼه کې دغه راز د احصايي ریاست ته لارښوونه شوې چې تر هر څه لومړی دې د مدرسو زده کوونکي او استادان بایو متریک کړی.

د امرالله صالح دفتر وایي، دا تصمیم یې د دې لپاره نیولی چې له مدرسو څخه څوک ناسمه ګټه پورته نه کړي.

امرالله صالح داسې مهال دا اقدام کوي چې، لاهم په کابل کې د نا امنيو په تړاو اندېښنې کمې شوې نه دي.

د کابل ښاريان وایي اوس هم وسله وال غله او لارې شکوونکي خلک ځوروي او لوټي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...