پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه وايي؛ د سولې د خبرو ناکامېدل به افغانستان کې بشري...

ملګري ملتونه وايي؛ د سولې د خبرو ناکامېدل به افغانستان کې بشري بحران رامنځته کړي

تاند ( چهارشنبه، دعقرب ۲۸) ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي له امله په زرګونو خلک له خپلو سیمو کډه شوي او په دې کورونایي وضعیت کې له ډېر بد حالت سره مخ دي.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګري ملتونو استازي فلیپو ګرانډي اسوشیټډ پریس ته ویلي چې: «که چېرته د سولې خبرې ناکامې شي او تاوتریخوالی دوام پیدا کړي نو افغانستان به له یو بې ساري بشري بحران سره مخ شي.»

ګرانډي هيله ښودلې چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او په خبره يې که بريالۍ نه شي نو دا هېواد به له لوی بشري ناورین سره مخ شي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو تر اوسه هېڅ پايله نه ده ورکړې.

په قطر کې  دواړه لوري یو بل د خبرو پر وړاندې د خنډونو پر رامنځته کولو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب