جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهټرمپ د امریکا د سایبري امنیت مشرله دندې ګوښه کړ

ټرمپ د امریکا د سایبري امنیت مشرله دندې ګوښه کړ

تاند ( چهارشنبه، دعقرب ۲۸) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سایبري امنیت یو مهم مشر له دندې ګوښه کړ.

د امريکایي رسنيو راپورونه وایي کرېس کربس له دې امله له دندې ګوښه شوی دی چې ویلي یې وو، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلۍ هېڅ شواهد نه شته دي.

کرېس کربس د سایبري امنیت څانګې او کورني امنیت وزارت د زېربناوو مدیر و او له تېرو څو کلونو راهیسې یې پر همدې پوسټ کار کاوه.

د یادونې ده چې ټرمپ تر دې وړاندې هم ډېری هغه کسان له دندې لرې کړي دي چې د ده د غوښتنې خلاف یې په قانوني توګه خپلې دندې مخ ته وړې.

ټرمپ داسې مهال د امريکايې چارواکو له دندې ګوښه کول پيل کړي چې لا هم د بايډن او د ده ترمنځ د ټاکنو پايله نه منلو کې ده.

بايډن که څه هم د امريکا سږنۍ ټاکنې په ډېر لوړ توپير ګتلي خو ټرمپ يې نه مني او وايي درغلۍ شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب