جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجرمني وايي، تر وخت وړاندې له افغانستانه د ځواکونو ایستل د سولې...

جرمني وايي، تر وخت وړاندې له افغانستانه د ځواکونو ایستل د سولې خبرې لا ستونزمنوي

تاند(چهارشنبه، د عقرب۲۸) د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وايي، له افغانستانه تر وخت مخکې د ځواکونو ایستل به ممکن د دغه هیواد د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي.

د جرمني د باندنیو چارووزیر دا خبره نن (چهارشنبه) له افغانستانه د ۲۵۰۰ پوځیانو د ایستلو په اړه د امریکا پلان ته په اشاره وکړې، او ویې ویل:

«دا موږ ته ډېره مهمه یادونه کوي چې په بېړه ناکو اقداماتو هغه څه له خطر سره مخامخ نه کړو چې تر دې دمه مو تر لاسه کړي دي.»

ښاغلي ماس وویل چې حکومت یې له واشنګټن او د ناټو له متحدانو سره په تماس کې دی او په دې غور کوي چې د امریکايي پوځیانو وتل به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې پر پاتې شاوخوا ۱۲۰۰ جرمني پوځیانو څه اغېز ولري.

ښاغلي ماس دې ته په اشارې چې د افغانستان د دولت او طالبانو خبرې له وړاندې څخه لا ډېرې ستونزمنې دي، زیاته کړه«موږ په ځانګړي ډول له دې درکه اندېښنه لرو چې د امریکا اعلان به د افغانستان د سولې خبرې څومره اغېزمنې کړي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل «په اوسنیو شریطو کې موږ باید اضافي خنډونه جوړ نه کړو او له افغانستانه د ځواکونو ژر ایستل یقیناً چې خنډونه زیاتوي.»

https://taand.net/%d9%85-%d9%85-%da%a9%d9%87-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%db%90-%d9%86%d8%a7%da%a9%d8%a7%d9%85%db%90-%d8%b4%d9%8a%d8%8c-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86/

تر دې وړاندې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ او د امریکا د سنا جرګې د اکثریت جمهوریپال مشر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرمپ د پلان د خطرونو په وړاندې خبرداري ورکړي وو.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ پرون (سې شنبه) خبرداری ورکړ چې باید د پوځیانو په ایستلو کې بیړه ونه کړي

ستولتنبرګ وویل«موږ اوس له یوې سختې پرېکړې سره مخامخ یوو. موږ له نژدې ۲۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې یوو، د ناټو هیڅ غړی نه غواړي چې هلته بې ضرورته پاتې شي، خو په عین وخت کې ژر وتل یا له همږغۍ پرته وتل کېدای شي خورا ګرانه تمام شي. خطر شته چې افغانستان یو وار بیا د تروریستي حملو د پلان جوړولو پر مرکز بدل شي او د اسلامي دولت ډله (داعش) چې عراق او سوریه یې له لاسه ورکړي، ممکن په افغانستان کې خلافت جوړ کړي.»

سرمنشی دغه راز ویلي، ناټو په پام کې لري چې تر ۲۰۲۴ پورې په افغانستان کې د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او ملاتړ ته دوام ورکړي

خو د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریستوفر میلر د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې د جنورۍ تر ۱۵ پورې له افغانستان او عراق څخه ۲۵۰۰ سرتېري وباسي.

ده وویل«زه رسماً اعلان کوم چې موږ به له دغو دوو هیوادونو څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ اوامر تطبیق کړو.»

میلر دا هم وویل چې په دې اړه یې د کانګریس له هغو غړیو سره خبرې کړي چې د ځواکونو د ایستلو په وړاندې یې خبرداری ورکړی او دغه راز یې خپلو متحدانو ته خبر ورکړی دی.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر وویل، «د ولسمشر له لوري دا پرېکړه په تېرو څو میاشتو کې زما او زما د همکارانو په شمول د ملي امنیت له کابینې سره د پر له پسې خبرو پر اساس شوې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب