Home+نرګس فایض وایي، په کابل کې د پېنګ پانګ د ملي سیالیو...

نرګس فایض وایي، په کابل کې د پېنګ پانګ د ملي سیالیو لپاره تمرین کوي

تاند (چهارشنبه د عقرب ۲۸)  د افغانستان په سطحه د پېنګ پانګ د ملي لوبو اتله نرګس فایض وایي چې په کابل کې په ملي سطحه د پېنګ د سیالیو د بیا ګټلو لپاره تمرینات کوي.

نرګس تر دې مخکې هم په کابل کې د افغانستان په سطحه د پېنګ پانګ لوبو سیالۍ ګټلې دي.

نرګس وایي، «زه د دې لپاره تمرین کوم چې په کابل کې د پېنګ پانګ په سیالیو کې برخه واخلم، ښه مقام وګټم او خپل لومړی مقام وساتم.»

اوه کاله کیږي چې نرګس د جوزجان د منتخب ټیم او د پېنګ د ملي ټیم غړې ده.

نوموړې وایي، «ما هم د نورو نجونو په څېر له ماشومتوب څخه له ورزش سره مینه لرله، مور او پلار مې زه تشویق کړم او د استاد مشعل هاشمي په لارښوونه مې ورزش ته مخه کړه.»

ویل کیږي چې نرګس تر اوسه پورې د پېنګ پانګ لوبو د ترسره کولو لپاره پلازمېنې کابل، هرات او مزارشریف ته سفرونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...