جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني وايي، ترهګرې ډلې د خوندي ځایونو د پیدا کولو هڅې...

ولسمشر غني وايي، ترهګرې ډلې د خوندي ځایونو د پیدا کولو هڅې کوي

تاند (چهارشنبه د عقرب ۲۸) ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره د سولې پروسې او له ایران او د سیمې هیوادونو سره د همکاریو د شته فرصتونو په اړه نن سهار خبرې کړي.

ښاغلي طاهریان په خپلو خبرو کې د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې ملاتړ او د ایران او افغانستان تر منځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې افغانستان سولې ته ژمن دی او زیاته کړې یې ده چې روان تاوتریخوالی او ترهګري نه یواځې د افغانستان بلکې د سیمې هیوادونو ته هم لوی خطر دی، نو باید  له ترورېزم او د نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې پیاوړې اجماع رامنځته شي.

د نوموړي په وینا ترهګر یوه یا دوه ډلې نه دي، بلکې یو تروریستي نظام  او د القاعده، داعش او نورو ډېرو ګروپونو مجموعه ده چې د افغانستان او سیمې هیوادونو ګټې یې له ګواښ سره مخامخ کړي او هڅه کوي څو په سیمه کې ځانته خوندي ځایونه پیدا کړي.

هغه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو خلکو د دفاع وړتیا لري او د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره قرباني ورکوي، نو باید د سیمې هېوادونه هم له ترورېزم او د نشه یي توکو د جرمي شبکو پر وړاندې مبارزه کې برخه واخلي.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه راز زیاته کړې چې افغانستان د مرکزي اسیا او د سیمې د اتصال د تګلارې عملي کولو وړتیا لري او له دې فرصتونو څخه باید ګټه واخیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب