یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د پاکستان پوځ ولې په ما تورونه لګوي؟| عبدالرحيم مسلم دوست

د پاکستان پوځ ولې په ما تورونه لګوي؟| عبدالرحيم مسلم دوست

د پاکستان د پوځ وياند چې په اسلام آباد کې په يو مطبوعاتي کانفرانس کې په ما (مسلم دوست) کوم تورونه ولګول؛ دا ټول ښکرور دروغ دي او ددې لپاره يې لګوي چې خپله ترهګري پرې پټه کړي. زما له هېڅ کوم تنظيم، ډلې او حکومت سره اړيکې نشته. داعش په هماغه اوايلو کې ما هغه وخت پرېښود او برائت مې ترې اعلان کړ چې داعش د پاکستان په لاس کې پرېواته. او له هند سره که زما اړيکې وای، نو اوس به اسلام أباد فتح و. د پاکستان پوځ په ما  دا تورونه ځکه ولګول چې ما وخت په وخت د پاکستان درغلګر او له منافقت نه ډک سياست غندلی دی، ددوی درغلي، منافقت، افغان دښمني، اسلام او جهاد د خپلو ګټو لپاره په ناروا استعمالول، ددوی ډيزلي ملايان او جهادنما تنظيمونه غندلي او ښکاره کړي دي، له خپل دين، وطن، وياړونو او ارزښتونو نه مې دفاع کړې ده…..او داسې خلک په پاکستان بد لګېږي.

د افغانستان روان سيندونه،طبيعي زېرمې، ښکلې هوا، زرخېزه زمکه  او ستراتيژيک موقعيت د افغانستان هغه ارزښتناکه پانګه ده، چې د افغانستان دښمنان ورته زورېږي، توسېږي او په زړه يې نه ځايېږي. نو ځکه ورته پلمې جوړوي او له ړنګولو پسې يې لګېدلي دي. کله چې د ډيورنډ د منحوسې کرښې نامنل شوی تاريخ هم پوره شو او د افغانستان د ودانۍ لپاره سردار محمد داود يو ماسټر پلان له لاس لاندې ونيوه چې که عملي شوی وای،نو افغانستان به په سياسي،علمي، نظامي، زراعتي، صنعتي، تجارتي او د ودانۍ او خوشحالۍ په هرډګر کې له سيالانو سره سيال بلکې ترې مخکې شوی و.  دا ټول د افغانستان د قسم خوړلي دښمن (پاکستان) په زړه نه ځايېدل ، نو ځکه يې له نن نه دوه څلوېښت کاله مخکې د ذوالفقار علي بوټو په وخت کې په افغانستان کې  د بربنډې لاسوهنې پيل وکړ او پاکستاني خفيه ادارو او پوځ په افغانستان کې د جنګ اور ته د لمن وهلو پوخ بنسټ کېښود. بيا د شوروي اتحاد له يرغل، د افغانانو له هجرتونو او د هېواد دازادۍ لپاره له قربانيو نه پاکستان داسې لنګه غوا جوړه کړه چې تر ننه يې شېدې خوري او جنګ يې روان ساتلی دی. د افغانستان غښتلی پوځ ړنګ شو، ملي املاک لوټ شول، وطن لوټې لوټې شو او افغانان له داسې بدمرغيو سره مخ شول چې په تاريخ کې يې ساری کم ليدل کېږي. په امريکا د يوولسم ستمبر له بريد نه وروسته د پاکستان غوا بيا هغه وخت لنګه شوه چې امريکا له خپلې ټلوالې سره سيمې ته له ډالرو نه ډک جېبونه اوله عقل نه تش سرونه له وسلو او وسايلو سره راغله، له پاکستان نه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه؛ پاکستان ورته وويل: شوروي اتحاد هم مونږ درته ړنګ کړ او ترهګر به هم مونږ درته ختموو. له امريکا نه يې په ميلياردونه ډالر د ترهګرۍ د ختمولو په بهانه واخيستل او بېرته يې په افغانستان کې پرې ترهګري تقويه کړه. پاکستان په همدې بهانه خپل دښمنان او بې ګناه خلک هم په امريکايانو ووهل. مونږ  پاکستان ته هجرت کړی و او د امن ژوند مو کاوه. زه عبدالرحيم مسلم دوست او زما ورور بدرالزمان بدر هم پاکستاني ايجنسيانو (آی ايس آی، آيم آی…) په ۲۰۰۱م  کال کې د ستمبر له بريده وروسته په امريکايانو خرڅ کړو، درې نيم کاله مو د ګوانټانامو په امريکايي زندان کې تېر کړل. وروسته چې کله امريکايانو ته معلومه شوه چې بې ګناه دي او را ازاد يې کړو؛ مونږ دواړو د (ماتې زولنې) په نامه يو کتاب وليکه ، له کوره تر کوره مو د پاکستاني او امريکايي زندانونو ټوله کيسه پکې وليکله او په ضمن کې مو د افغانانو په مقابل کې د پاکستان بد نيتي، درغلي او پلمې هم راڅرګندې کړې. د همدې کتاب د ليکلو په ګناه زه بيا د پاکستان (آی ايس آی) ونيولم او دوه نيم کاله يې راباندې په خفيه تورو جېلونو کې تېر کړل چې بيا د يو پاکستاني کرنيل (عازب) په تبادله کې الله تعالی را ازاد کړم. څه وخت وروسته پاکستاني ايجنسيانو بيا زما دوه زامن او يو وراره: عبدالاحد، عبدالوهاب او سليمان ونيول او له اوه کالو راهيسې د پاکستاني ايجنسيانو په تورو زندانونو کې ورک دي. اوس يې يو (عبدالوهاب) له زندانه را ايستلی خو په پېښور کې يې په کور کې نظربند کړی دی او عبدالاحد تر اوسه ورک دی. زما د زامنو ګناه يواځې داوه چې زما زامن دي او زما ګناه داده چې د پاکستان غلامۍ ته غاړه نه ږدم او له خپل دين، وطن ، وياړونو او ارزښتونو نه دفاع کوم.

د پاکستان په زړه دا هم نه ځايېږي چې هندوستان او ځينې نور هېوادونه په افغانستان کې تعميري کارونه کوي. دا ځکه چې پاکستان د افغانستان تعمير نه بلکې تخريب غواړي. څوک چې د پاکستان منافقت او درغلي غندي؛ د پاکستان پوځ او څارګرې ادارې په هغه دا تور لګوي چې د هندوستان له پلوه حمايه کېږي. پښتانه، بلوچان او سنديان چې له پاکستانه خپل حقونه غواړي، نو د پاکستان پوځ پرې همدا تور لګوي چې له هند نه حمايه کېږي. په منظور پښتين او تنظيم يې همدا تور لګوي، په بلوچو آزادي غوښتونکيو همدا تور لګوي، په سندي آزادي غوښتونکيو همدا تور لګوي، په تحريک طالبان پاکستان او جماعة الاحرار هما تور لګوي…………..او دا ټول تورونه ښکرور دروغ دي. پاکستان خپله ترهګري او درغلي په دې تورونو پټول غواړي. دا نه ده چې ګنې پاکستان ترهګرو ته پناه ورکړې ده بلکې د پاکستان پوځ او ادارې خپله ترهګر دي. لشکرطيبه،جيش محمد او نورې جهادنما ترهګرې ډلې او ډيزلي ملايان د پاکستان ږيرور پوځ دی،چې په افغانستان او هندوستان کې يې د هرهګرۍ لپاره استعمالوي او نوم پرې د جهاد ږدي. مونږ افغانان له ګونډيانو او ټولې نړۍ سره د متقابل احترام ښې اړيکې غواړو او پاکستان له افغانانو او افغانستان سره دښمني کوي…….خو افغانان هغه ننګيالي او مېړني خلک دي چې سکندر مقدوني، انګرېزانو، روسانو او هر يرغلګر ته يې ماتې ورکړې ده او اوس د  پاکستان وار دی. پاکستان په دې تورونو غواړي چې ما ايل کړي، ژبه او قلم مې بند کړي، راسره شوي ظلمونه هضم کړي، زه د حقيقتونو له څرګندونو نه لاس واخلم او له افغانستان او افغانانو نه دفاع پرېږدم. خو دا هېڅکله هم نه شي کېدی.

زه بيا وايم چې زما له هېڅ کوم تنظيم، ډلې او حکومت سره اړيکې نشته. او که پاکستان خامخا مونږ  نه پرېږدي او بنديان مو نه راآزادوي، نو مونږ به د پاکستان په خلاف هر څه ته لاس واچوو.

2 COMMENTS

  1. د دوی کتاب د ګوانتانامو ماتې زولنې مې لوستی او د پنجاب د ای ايس ای او پوځ هغه ظلم،وحشت او غلامي چې تاريخ کې يې ساری نشته کړې ده.
    د پنجاب پوځ هرطالب، القاعده يا د دوی په نوم بې ګناه مسلمانان پر امريکايانو پلورلي دي بلکې ټول مسلمانان ددې ګواه دي چې امريکا سره مرسته هم دغه ناولي پوځ کړې ترڅو د طالبانو حکومت سقوط کړي.
    پاکستان به هتمن غرقيږي خو د افغانستان په لاس ان شاءالله.

  2. دا خبره د لمر په شان روښانه ده چې پاکستان(چټلستان) د سرلوړي افغانستان ازلي او ابدي دښمن دی. دا ځکه چې نیم وجود یې د افغانستان پر خاوره او نیمایي نور یې د هندوستان په خاوره جوړ شوی دی. دا یو طبیعي هېواد نه بلکه د انګرېز په ناپاکه لاس جوړه شوې هغه سرطاني دانه ده چې باید له مینځه لاړه شي. د دې سرطاني دانې وخت کم پاتې دی او لوی خدای به یې تباه او برباد کړي. د پښتنو، بلوڅانو، سندیانو او نورو د ازادۍ وخت رانږدې شوی او انشاالله چې ژر به ازاد او سرلوړی ژوند ولري. مړه دې وي د افغانستان ډول ډول دښمنان، مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب