پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeجنرال وزیريد پرمختګ اصول| جنرال دولت وزیري

د پرمختګ اصول| جنرال دولت وزیري

 

دریم لوست

تر ذهن مخکې شه د کتاب غورچاڼ

 

د نورو د عیبونو د لټولو هڅې

په ډیر شمیر انسانان د خپل عادت له مخې تل په دې هڅه کې وي چې د نورو په وجود کې عیبونه، حتی ډير واړه عیبونه ولټوي او ګوته ورته ونیسي.

ځينې انسانان بیا د خپل ځان په هکله د هیڅ نيوکې منلو ته چمتو نه وي، د سر څخه تر پښو پورې به په عیبونو کې پټ وي، خو دی به پر خپلو ټولو عیبونو سترګې پټوي او د نورو په سترګو کی به د یوه واړه خس په لټه کې وي.

په کورني ژوند کی هم تل داسې شوي دي چې میړه يا میرمن تل د يوه او بل په کارونو نيوکې کوي او له يوې ډیرې کوچنی خبری څخه ډیره ستره لوبه جوړوي او په خپله خپل ژوند د کړکيچ پر خوا رهنمايي کوي.

واده په حقیقت کې د دوو زړونو د شراکت نوم دی، د دوو تنو د یو ځای ساه اخیستلو نوم دی، د یو ځای کار کولو نوم دی. که چیرې د میړه او میرمنې تر منځ ګډ ژوند په شخړو او د یو او بل د ډیرو کوچنیو

عیبونو په لټولو او نقدولو روان وي، د دې مانا داده چی دوی د یوه او بل په درد او غم شریک نه دي او یا نه غواړي چې شريک شي او یا يې د شریکولو هڅی نه دي کړي.

په ګډ ژوند کې یواځې د یوه او بل د عیبونو لټول او بیا هغه په لوی لاس لویول د ارام او ګډ ژوند سره مرسته نه کوي. د دې پر ځای چې میړه یا میرمن د يوه او بل عیبونه ولټوي او بیا هغه ستر وښيې د هغې پر ځای که د له منځه وړلو له پاره يې هڅی وکړي، په دې صورت کې به له خپل ګډ ژوند څخه خوند واخلي او ژوند به يې بې له شخړو تیریږي.

ځینو انسانانو ته بې له خپل ځان څخه نور ټول نيمګړي او بې لارې ښکارېږي. د همدې لارې دا ډول انسانان خپل ژوند له شخړو سره مخ کوي. که څوک غواړي چې خپلې خړې پړی اړیکې له نورو سره ښې کړې، دوی دې یو ځل خپل اعمال هم د مطالعې لاندې ونیسي. داسې نه چې غلطي د دوی خپلې وي او بيا ملامتيا په نورو ور واچوي. نور چې څه کوي هغه پریږدئ، مهمه دا ده چې تاسو څه کوئ. ښه خبره خو دا ده چې هر څه له ځانه پیل شي او لومړی د ځان په هکله فکر وشي. د نورو د نقدولو پر ځای لومړی د ځان نقدول اړین دي.

پایله

تر هر څه لومړی د ځان اصلاح، خپلو عیبونو ته ګوت نیونه، د خپلو عیبونو اصلاح، د نورو سره په سوله او صفا کې ژوند کول، د نورو د ډيرو کوچنيو عیبونو د سترولو او ګوته نیولو څخه پرهیز، دا ټول هغه څه دي چې په ژوند کې زموږ او ستاسو له پر مختګ سره مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب