Homeخبرونهافغان سوداګر د پاکستان په ګمرکونو او بندرونو کې له زیاتو ننګونو...

افغان سوداګر د پاکستان په ګمرکونو او بندرونو کې له زیاتو ننګونو سره مخامخ دي

تاند (چهارشنبه د عقرب ۲۸) ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د صدراعظم له سلاکار عبدالرازق داودو او مل پلاوي سره په خبرو کې ویلي، چې افغان سوداګر د پاکستان په ګمرکونو او بندرونو کې له زیاتو ننګونو سره مخامخ دي.

دغه لیدنه چې تېره ورخ ماښام مهال شوې، پکې د سواداګرۍ او ترانزیټ د دواړه اړخیزه اړیکو پر پراختیا، اسانتیاو رامنځ ته کولو، د سیمه ییز اتصال، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اپټا تړون، د کاسا زر، او ټاپې پروژو په اړه خبرې شوي.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، افغان لوری د اقتصادي اړیکو د پراختیا نیت لري چې اساس یې کېږي، پراختیا ورکړي، ننګونې حل او د سیمه ییز اتصال پر سترې اجنډا تمرکز وکړي.

ښاغلی غنی وايي، که دغه ننګونې حل شي، موږ به د سوداګرۍ، ترانزیټ، اقتصاد او د دواړو هیوادونو د ولسونو د اړیکو په برخو کې د متقابلې همکارۍ زیات فرصتونه ولرو.

په ورته مهال افغان او پاکستاني چارواکو تېر ماښام د سوداګرۍ پراختيا په هدف د ګمرکي همکاريو زياتولو هوکړه لاسليک کړې ده.

ددې هوکړې له مخې به د اقتصادي او سوداګريزو همكاريو د پراختيا په هدف سوداګرو ته ګمرکي او په ځانګړې توګه د ټرانزيټي تجارت په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ او سوداګرۍ اوسنی تړون د ۲۰۲۱ميلادي کال په فبرورۍ کې پايته رسېږي.

دغه هوکړه لیک په داسې مهال لاسلیک کېږي چې ټاکل شوې نن د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته راشي. له نوموړي سره به د دوه اړخيزه اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پر پراختيا سربېره، د افغانستان سولې روانې پروسې په اړه خبرې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...