جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهايران په افغان سوله کې د ښکېلو ډلو شريکول اړين بولي

ايران په افغان سوله کې د ښکېلو ډلو شريکول اړين بولي

تاند (چهارشنبه، دعقرب ۲۸) ایران وایي افغانستان ته هغه مهال سوله راتللی شي چې نورې ډلې هم د دغه هېواد په حکومتي بهیر کې شریکې کړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره د لیدنې پر مهال ویلي چې، دوی د افغانستان د سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي.

هغه وايي افغانستان ته هغه مهال سوله راتلی شي چې، ښکېلې ډلې په حکومتي بهیرکې شاملې کړل شي او دوی به په دې توګه له جګړو لاس په سر شي.

افغان حکومت د جواد ظریف د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو ایران وایي چې پر دې مسئله یې د سیمې له هېوادونو سره هم خبرې کړې دي.

ایران داسې مهال د افغانستان د سولې په اړه څرګندونې کوي چې امریکا یې په سیمه کې د ترهګرو ملاتړی بولي او په وینا یې د افغانستان نا امني هم د دغه هېواد له امله روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب