جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د امریکا د دفاع له نوي سرپرست وزیر سره خبرې...

ولسمشر غني د امریکا د دفاع له نوي سرپرست وزیر سره خبرې کړي

تاند (چهارشنبه د عقرب ۲۸) ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له نوي سرپرست دفاع وزیر کریستوفر مېلر سره تلېفوني خبرې کړي.

دواړو لوریو د سولې پر بهیر، دوه اړخیزه اړیکو او له افغان ځواکونو څخه د دوامداره ملاتړ په هکله د سه شنبې په ماښام خبرې کړي دي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر خپلو خبرو کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ پر دوامداره کيفيت ټينګار کړی دی.

دغه ټیلفوني خبرې وروسته له هغه شوي چې کریستوفر میلر د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې د جنورۍ تر ۱۵ پورې له افغانستان او عراق څخه ۲۵۰۰ سرتېري وباسي.

دده په خبره چې دا د ولسمشر ټرمپ امر دی او دوی یې تطبیقوي.

د امریکا د دفاع نوي سرپرست وزیر ویلي، چې د سرتېرو د ایستلو په اړه یې د کانګرس په ګډون له ځینې مشرانو، ناټو او افغان ولسمشر غني سره خبرې کړې دي.

کریستوفر مېلر له ولسمشر غني سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د سولې هڅې زیاتې شوي او امریکا به د افغان حکومت او دغه هېواد تر څنګ ولاړه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب