جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان؛ افغانستان په اوسني وخت کې نړیوالې ملتیا ته...

د بښنې نړیوال سازمان؛ افغانستان په اوسني وخت کې نړیوالې ملتیا ته اړتیا لري

تاند( چهارشنبه، دعقرب ۲۸) د بښنې نړیوال سازمان وایي نړیوال ملاتړي دې افغانستان په دې حساسو او بحراني حالاتو کې یوازې نه پرېږدي.

د ياد سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د جینوا کنفرانس پر ګډونوالو غږ شوی چې، له افغانستان سره دې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي، ځکه دغه هېواد په یوه کړکېچن وضعیت کې دی او لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د بښنې نړیوال سازمان دلته پر روان تاوتریخوالي، ملکي مرګ ژوبلې او ناوړه اقتصادي وضعیت هم اندېښنه ښودلې ده او پر نړیوالو یې غږ کړی چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.

دغه سازمان همدا راز وایي چې په افغانستان کې باید د تېرو کلونو لاس ته راوړنې خوندي شي او زياتوي د بشر په تېره د مېرمنو حقونو د ساتلو پر سر دې ټينګار وشي او هڅه دې وشي چې په افغانستان کې د روان کړکېچن وضعیت د پای ته رسولو لپاره عملي لارې چارې ولټول شي.

د بښنې نړيوال سازمان داسې مهال له افغان حکومت سره د همدردۍ په برخه کې دا خبرپاڼه خپروي چې، په دې وروستیو کې په افغانستان کې وضعیت ډېر د اندېښنې وړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب