جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد قرمقول د امنیه قومندان وژل کېدل؛ دوستم طالبانو سره د جګړې...

د قرمقول د امنیه قومندان وژل کېدل؛ دوستم طالبانو سره د جګړې لپاره فاریاب ته رسېدلی

تاند (چهارشنبه د عقرب ۲۸) چارواکي تاییدوي چې د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ امنیه قوماندان صفر رییس بیدار په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو تېره شپه په قرمقول ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د مرستندویه افغان ځواکونو په رسېدو سره د طالبانو بریدونه مات او په جګړه کې ۶ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي، د طالبانو له ماتې وروسته د قرمقول امنیه قوماندان د طالبانو په تعقیب پسې وتلي چې د ماین پرې چاودنه کړې او نوموړی پکې وژل شوی دی.

بلخوا یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې طالبانو له تېرې شپې راپدېخوا د فاریاب په قرمقول ولسوالۍ بریدونه پراخ بریدونه پیل کړي او لا هم جګړه روانه ده.

ویل کېږي چې مارشال دوستم هم تېره شپه ناوخته له جوزجان څخه د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته تللی او د طالبانو پر ضد د جګړې سوق او اداره یې په لاس کې اخیستې ده.

د قرمقول ولسوالۍ وژل شوی امنیه قومندان د جنرال دوستم له نږدې او باوري کسانو څخه وو.

طالبانو تر اوسه ددې پېښې په تړاو څه نه ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب