شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او پاکستان د ګمرکي همکاریو (اپټکا) تړون لاسلیک کړ

افغانستان او پاکستان د ګمرکي همکاریو (اپټکا) تړون لاسلیک کړ

تاند( چهارشنبه، دعقرب ۲۸) د افغانستان او پاکستان ترمنځ تېر ماښام د ګمرکي همکاریو يو تړون لاسليک شو.

د دې تړون له لاسليک سره  د دواړو هېوادونو چارواکو تمه ښودلې چې، دې سره به دوه اړخیزه سوداګري او تجارت برخه کې ستونزې راکمې شي.

دغه تړون تېرماښام  داسې مهال لاسلیک شوی، چې ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیرعمران کابل ته راشي.

کابل له تېرو دوو ورځو راهیسې د پاکستان د سوداګرۍ وزیرمحمد صالح احمد فاروقي او په سوداګریز چارو کې د عمران خان سلاکار عبد الرزاق داوود په ګډون د یوه ۱۷ کسیز پلاوي کوربه دی.

د پاکستان سوداګرۍ وزیر محمد صالح احمد فاروقي په دې اړه جوړ شوي پروګرام کې وویل، هېواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ نوره پراختیا غواړي.

د نوموړي په خبره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ او سوداګرۍ اوسنی تړون د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې پای ته رسېږي.

په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اپټکا د تړون په لړکې به نورې خبرې په را روانو میاشتو کې په اسلام اباد کې وشي.

بل  لورته د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون په يوه خبري غونډه کې وویل، د پاکستان لومړی وزیرعمران خان، نن چهارشنبه د ولسمشرمحمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته راځي.

کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان لومړي ځل راتګ ته چمتوالی هم نیول شوی دی او د حامد کرزي هوايي ډګر ته پر تللې لارې د افغانستان او پاکستان بیرغونه ځړول شوي دي.

خو بل لورته افغان شنونکي هم دې سفر ته دومره هيله من نه دي او وايي ښايي دا هم تشریفاتي بڼه ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب