Homeخبرونهمرسته کوونکي هېوادونه وایي چې دایمي اوربند د مرستو د دوام لپاره...

مرسته کوونکي هېوادونه وایي چې دایمي اوربند د مرستو د دوام لپاره تر ټولو مهم شرط دی

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۲۸) له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه وایي د راتلونکو کلونو لپاره یې د مرستو د دوام لپاره اوربند تر ټولو مهم شرط دی.

ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې جینوا کنفرانس جوړ شي چې په هغه کې به مرسته کوونکي هېوادونه له افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنې تازه کوي.

اوس تازه اروپايي ټولنه وایي د افغانستان مرسته کوونکو هېوادونه د خپلو مرستو لپاره لس شرطه ټاکلي دي.

په دې شرطونو کې تر ټولو مهم یې دایمي اوربند او همدا راز د سولې خبرې مخ ته وړل دي.

په دې کې هغه هېوادونه شامل دي چې له افغانستان سره ۸۰ سلنه مالي مرستې کوي.

امریکا، برېتانیا، جاپان، جرمني، استرالیا، کاناډا، فنلنډ او سویډن په دې ډله کې شامل هېوادونه دي.

دوی همدا راز وایي چې له فساد سره جدي مبارزه، د سولې پروسې بریالي کېدل، د جمهوریت ساتل، د لاس ته راوړنو ساتل، د بشري حقونو مراعاتول، نړیوالو قوانینو ته درناوی کول او دې ته ورته نور هغه موارد دي چې د مرستو ددوام لپاره د شرط په توګه ټاکل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...