سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Homeخبرونهم.م. که د سولې خبرې ناکامې شي، افغانستان به له بشري ناورین...

م.م. که د سولې خبرې ناکامې شي، افغانستان به له بشري ناورین سره مخامخ شي

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲۸) د کډوالو لپاره د ملګروملتو جګپوړی چارواکی وايي، که د افغانستان د سولې پروسه ناکامه شي او تاوتریخوالی دوام وکړي، په دې هیواد کې به بشري ناورین رامنځته شي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتو لوی کمیشنر فیلیپو ګراندې پرون (سې شنبه) د افغانستان د څلور ورځیني سفر په پای کې اسوشیتیدپریس خبري اژانس ته وویل، که جګړه دوام وکړي نور افغانان به په خپل هیواد کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي.

د ده په وینا په اوس وخت کې هم د جګړو له لاسه زرګونه بې ځایه شوي افغانان د کورونا وایرس د خپرېدو او د ژمي د رارسېدو له کبله له خورا بد حالت سره مخامخ دي.

ده زیاته کړه«که د سولې هلې ځلې ناکامې شي، بیا نو موږ یقیناً په دې هیواد کې د یوه ستر ناورین اټکل کولی شو، زه هیله لرم چې داسې ونه شی.»

د امریکا او طالبانو د موافقې له لاسلیکېدو وروسته تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی. د سیاسي او پوځي چارو ځینې کتونکي وايي، طالبان فکر کوي چې په اوس وخت کې د دولتي ځواکونو روحیه کمزورې شوې او باید وخت ورنه کړل شي چې بېرته روحیه پیدا کړي او تر هغو جګړې ته دوام ورکړي چې ټول هیواد د جګړې له لارې ونیسي.

یوازې په هلمند کې د طالبانو د وروستیو حملو کې کبله شاوخوا ۶۵ زره تنه بې ځایه شول.

ګراندې هم وویل، سره له دې چې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو خبرې روانې دي جګړې زور اخیستی دی.

ده زیاته کړه«فکر کوم چې موږ باید هر څه ته تیار واوسو، باید نورو بشري چارو ته چمتو شو.»

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د سږ کال په لومړیو کې خبرداری ورکړ چې افغانستان د ناورین په درشل کې دی ځکه چې حکومت د کورونا د ۸۰ سلنې احتمالي پېښو ټیست نه شي اخیستلی.

د افغانستان حکومت تراوسه پورې رسماً د کورونا ۴۳ زره پېښې ثبت کړي او ویلي یې دي چې له دې وایرس څخه ۱۶۰۰ تنه مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب