سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني او د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې د جینوا کنفرانس...

ولسمشر غني او د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې د جینوا کنفرانس په اړه خبرې کړي

تاند (شنبه د عقرب ۱۷) ولسمشر اشرف غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره کتلي دي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي غني او مېرمن لاینز پرون جمعه په کابل کې لیدنه کړې ده.

په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د روان امنیتي وضعیت، سولې او دغه راز د ۲۰۲۰ م کال د جینوا کنفرانس په اړه خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسېدو، سولې او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

دیبرا لاینز دغه راز ویلي، چې سوله ټولو افغانانو او سیمې ته دا زمینه برابروي، چې ښه، پرمختللی او پر اقتصادي سیستم ولاړ ژوند ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب