Homeخبرونهزابل کې موټربم چاودنې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

زابل کې موټربم چاودنې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(شنبه، د عقرب ۱۶) د زابل ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي چې نن سهار د دغه ولایت د ولایتي شورا د مشر عطا جان حق بیان دفتر ته څېرمه موټربم چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

حق بیان د پېښې پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په دې پېښه کې د ده د دوو ساتونکو په ګډون ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د زابل د ولایتي روغتون مشر بیا ویلي چې له دې پېښې د ملکي وګړو دوه جسدونه او ۱۴ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

هغه ویلي چې په ټپیانو کې دوه سرتېري او پاتې ټول یې ملکیان دي. د پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...