سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: پر پاکستاني وېزو د ورځې یو لک ډالر بډې اخیستل...

امرالله صالح: پر پاکستاني وېزو د ورځې یو لک ډالر بډې اخیستل کېږي

تاند(شنبه، د عقرب ۱۶) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، هغه کړۍ یې پېژندلې دي چې د پاکستان د وړیا وېزو پر سر یې له خلکو څخه په لسګونه زره ډالر رشوت اخيستل.

هغه زیاته کړې دې کړیو په ورځني ډول د پاکستان د وېزو له درکه له خلکو څخه نږدې سل زره ډالر تر لاسه کول.

نوموړي د وېزو د پلورونکو نومونه نه دي په ډاګه کړي خو یو ځل بیا یې له پاکستاني سفارت څخه غوښتنه کړې ده چې هر څه ژر باید د صادرېدونکو وېزو شمېر مشخص کړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د صادرېدونکو وېزو شمېر دولت سره شریک کړی دی.

5 COMMENTS

  1. هرڅه چې دي، امرالله خان صالح یې نا مستقیم همکار او زمینه ساز پاته شوی. داد د نن او پرون ستونځه نه ده دا شل کاله همدا مردار خورګۍ او د افغانانو مجبورۍ رواني دي، امرالله ولي د فاجعې را منځته کېدو ته معطل شو ؟

    که په کابل کې یو مجهز روغتونو شتون در لودلای، نن به مو د پاکستان د دروازي مخکې ښځو او ناررینه وو په ټېل ماټېل کې ساه نه ور کولای. با جوه کابل ته راغی، امرالله سترګې ورته برګي کړې….. ځیني ورته خوښ شول، خو خپل احتیاج يې له یاده وتلی و.
    افغانستان د عمل او ارادې چارواکو ته ضرورت لری، پاپولیست او ماجرا جو کسان د و طن درد ته نه شي دوا کیدلای.
    والسلام

  2. پښتونخواه ته د افغانانو سفر یواځې په مریضي او ناروغانو پورې نه ده محدوده . هلته هم میلیونونه افغانان اوسې ، پاکستان ته تلونکي افغانان د خپلو خپلوانو ، دوستانو ، ملګرو لیدلو لپاره مجبور دي د هغه هېواد ویزه واخلي ، خو د عادي ملاقاتونو لپاره د پاکستان دولت په آسانه ویزه نه ورکوي ، بنا افغانان مجبور دي د خپلو مریضانو د تداوي په نوم ویزه تر لاسه کړي ، چې دا نسبتا آسانه لار ده .
    اما پدې منځ کې رښتیني مریضان او ناروغان تر ټولو ډېر ضرر ویني . دوی هم مجبور دي د پنجاب له سفارت او قونسلیو نه په ډېرو ستونزو او د معینو دلالانو له لارې د رشوت ورکولو په مقابل کې ویزه واخلي .
    له بلې خوا د کورورانونکې جګړې له امله دا څلوېښت کاله د افغانستان په ډېرو برخو کې ځوانان له ښوونځیو پاته او بېسواده لوېږي . بنا مونږ له رښتینو ، لایقو داکترانو او نورو متخصصینو له روزلو بې برخې یو. د ښوونځیو او روغتونونو په ورانولو کې د پنجاب روزل شوي تش په نوم افغان ټالبان زیات ګنهګار او مسوول دي . همدوی دي چې افغانان پاکستان ته د ناروغانو د تداوي لپاره مجبوروي .
    د کرزي له واکمنۍ نه نیولې تر نن پورې زمونږ وزارتونه د ډلو ټپلو ترمنځ تقسیم شویدي . د عامې روغتیا وزارت اکثرا د شمال ټلوالې سهم وي ، چې دوی پدې برخه کې د ټالبانو او نورو کسانو تر څنګ زیات ملامت او مسوول دي .

  3. ټول افغانان او په خپله ولسمشر او نور امنیتی چارواکی پدی خبر دی چی د پاکستان په سفارت کی باجګیری کوی هغه د جنرال جرت کسان دی مګر دولت او امرالله صالح د هغه په وړاندی ګام نشی پورته کولی

    ځکه هغه د ډاکټر عبدالله ، یونس قانونی او امرالله صالح خاص ملګری دی نو ددی لپاره چی امرالله صالح په فیسبوک د نشراتو پروسه مخی ته یوسی نو د یاد کس ټولی بدمعاشی ډلی چی په غلا او د سفارت په باجګیری له پاکستان سره ملاتړی او یو لاس دی ګام پورته کړی

    همدارنګه باید د روغتیا وزارت د فارمسی څانګی ته ځانګړی توجه وکړی او هر ډول درملو جوړونی په اړه ګام پورته کړی ترڅو د افغانستان په ټولو روغتونو کی د ګرمی به موسم کی اسهال، جل وهنی، معده او همدارنګه د ژمی یا یخنی موسم کی د ټوخی او زکام درمل زیات تولید شی چی ټولو ۳۴ ولایتونو تر پوښښ لاندی ونیسی او د اوختیف فابریکه یا تصدی باید بیرته فعاله کړی

  4. د اروپايي ټولنې د پارلمان غړې ډومینیک بیلډ ادعا کړې چې پاکستان د ورانکارۍ په فعالیتونو کې لاس لرونکو کسانو ته ویزې ورکوي او ورسره د اورپایي ټولنې پاسپورټونه په خلکو پلوري.

    بیلډ زیاته کړې، له ۲۰۱۴ کاله تر اوسه دوی له پاکستان سره د نږدې څلور میلیارده یورو مرسته کړې، خو پایلې یې خواشینونکې دي.

    اروپایي پارلمان ددې تورونو په اړه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته په لیکلې بڼه پوښتنې هم واستولې خو پاکستان تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب