دارګ لومړنۍ داخلي وداني د کوتي باغچې په نامه یادیږي چې په ۱۳۰۴ ه،ق کال کې یې د جوړولوکار بشپړ شو.
د کوتي باغچې وداني په دوو پوړونو کې تقریباْ پهدری سوه متره مربع ځمکه کې په دایروي شکل جوړه شوې ده.پنځلس وړې منځنۍ او لویې خونې لري چې په شاهي نظام کې سردار عبدالولي د داود خان تر کودتا پورې ژوند پکې کاوه.
د کوتي باغچې په منځ کې د ګومبزې په شکل دایروي دهلیز دی چې چت او برنډه یې ښکلې میناتوري شوې ده، په دوهم پوړ کې یې کوچنۍ کوچنۍ ښکلې خونې جوړې شوې دې چې هرې خواته کړکۍ لريد کوتي باغچې د دوهم پوړ په ختیځه کوچنۍ خونه کې پخوا موی مبارک هم و، چې ویل کیدل د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) مبارک ویښته دی. چې دغه ویښته په جګړو کې تری تم شوی دی.
د کوتي باغچې د انګړ په جنوب ختیځ کونج کې پخوا شاهي پخلنځی و، چې اوس ویجاړ شوی دی. په پام کې ده پر ځای یې نورې کوټې جوړې شي. او د انګړ په شمال لویدیځ کونج کې بیا دبخار حمام دی.پخوا د کوتي باغچې ترڅنګ درملتون هم موجود و او ورسره جوخت نورې ودانۍ هم وې، د غازي امان الله خان ورور اسدالله سراج پخپلو خاطراتو کې لیکي((…زه او محمد نعیم خان کوتي باغچې ته په هغه برخه کې چې د ارګ درملتون واقع و ولاړو خپل ټول خپلوان مو روغ رمټ وموندل یو ساعت وروسته یې زموږ د کوټې نور کسان هم هلته راوستل په هغه ودانۍ کې یې چې درملتون ته مخامخ پرته وه ځای پر ځای کړل((
دغه ودانۍ په ځینو وختونو کې د واکمنانو د کار او اوسیدو د ماڼۍ په توګه هم کارول شوې ده، کله چې دمحمد نادر خان په وخت کې حرمسرای ترمیمیده نو اعلیحضرت محمد نادر خان په کوتي باغچه کې اوسیده. همدا راز مارشال شاولي خان هم د کوتي باغچې د دوهم پوړ دشمال برخې په برنډه لرونکې کوټه کې اوسیده.
په بیلابیلو دورو کې له کوتي باغچې څخه د ارګ د زندان کار هم اخیستل شوی دی. د محمد داود خان له کودتا وروسته جنرال سردارعبدالولي د کوتي باغچې د دوهم پوړ تر زینو لاندې په کوچنۍ کوټه کې بندي و. د ارګ نن او پرون کتاب د لیکلو پر وخت د ارګ یوه سابقه دار حاجی بازمحمد راته وویل ((اعلیحضرت د تداوي لپاره ایټالیا ته تللی و. په ارګ کې څوک پاتې نه و، د اعیحضرت له پنځو زامنو څخه یوازې احمدشاه په کابل کې و، هغه هم په ارګ کې نه و. ځکه هغه کابل ولایت ته مخامخ د خپل خسر په کرایي کور کې اوسیده، دګارد قوماندان صالح محمد خان هم هغه شپه کورته تللی و. داود خان دا وخت مناسب وګاڼه، کودتا یې پیل کړه، دسردار ولی کور یې په راکټ وویشت او بیا یې هغه ونیو. مارشال شاولي خان چې په پغمان کې اوسیده هغه یې هم ونیو د اعلیحضرت زوی احمدشاه یې په بې خبرۍ کې د خسر په کور کې ونیو دا دری تنه او صدراعظم موسی شفیق یې ارګ ته راوستل او په کوتي باغچه کې یې بندیان کړل.))
دغه راز حفیظ الله امین نور محمد تره کی د کوتي باغچې د لومړي پوړ په کوچنۍ کوټه کې چې اوس پکې د مرکز ګرمي ماشین ایښودل شوی دی، بندي کړی و، چې وروسته یې هلته وواژه. له هغه وروسته کله چې د ډاکټر نجیب الله پر ضد د شهنواز تڼي کودتا ناکامه شوه نو په لومړي سر کې په کودتا تورن ځینې مهم چارواکي په کوتي باغچه کې بندیان شول.
د ارګ مختلفې ودانۍ په ځینو وختونو له دفتري چارو پرته د نورو چارو لپاره هم کاریدلې دي کوتي باغچه هم که کله د زندان په توګه کاریدلې ډیر وختونه د واکمنانو او شهزاده ګانو د استراحت ځای په توګه کاریدلې ده همدا کوتي باغچه یو وخت د موزیم لپاره هم کارول شوې ده.د افغانستان د موزیم لومړني اثار عمومآ د شاهانو شخصي کلکسیونونه او د شاهي جنسي صندوق خانې اړوند شیان وو. په لومړیو کې به ځینې تاریخي او عتیقه اثار او انتیکې ټوټې د دولت په خزانه یا په شاهي صندوقخانه کې د پاچاهانو تر نظر لاندې ساتل کیدل.
د کابل موزیم لومړی ځل د باغ بالا په ماڼۍ کې پرانیستل شو چې هغه وخت یې “عجایب خانه” باله. خو له هغه وروسته بیرته ارګ ته ولیږدول شو.(( د جوړیدو په لومړیو کې د (ایشک آقاسي) شاغاسي دایرې اړوند و، په ۱۲۹۹ کال کې له دغې دایرې څخه لیرې او د پوهنې وزارت اړوند د جناب غلام محی الدین خان مشهور په مدیر جشن تر ادارې لاندې و…په ۱۳۰۳ کې د کابل موزیم له باغ بالا څخه د شاهي ارګ دننه د (کوتي باغچې) ښکلې ودانۍ ته ولیږدول شو او شپږ کاله په دې ځای کې پاته شو. په سقوي اغتشاش کې دهغه زیاتره ارزښتمن اثار د خپلو او پردو په لاس کښیووتل او دغه اثار د اروپایي ذوقمندانو د کلکسیونونو او موزیمونو ښکلا او زینت شول))
د امیر عبدالرحمن خان د وخت یو شاعر (احمدګل دللمې) د امیر عبدالرحمن خان شاهنامه لیکلې ددغې شاهنامې په یوه برخه کې یې د ارګ مختلفې ماڼۍ ستایلې دي د کوتي باغچې په اړه وایي:
اوزان د هیڅ فلک سره پري د حکیم نه شي
کمند دخیال له ارګ کوته په هسې شان دی
چه دا قاعده قانون امیرصاحب کړله څرګنده
له شرمه افلاتون په خپل تدبیر پورې خندان دی
د کوتي باغچې ودانۍ ته څه هم د جګړو او کودتاګانو په وخت کې زیانونه واوښتل او څه هم د وخت په تیریدو سره او د نه پاملرنې له وجې یې ځینې برخې ورانې او له کاره ولویدې، چې په ۱۳۹۱ کال کې یې د بیا ترمیمولو کار پیل شو او په ۱۳۹۳ کال کې په اساسي ډول بیا ورغول شوه.
اخځونه:
۱- اسدالله سراج، رویدادهای مهم زنده ګي اعلیحضرت محمد نادر شاه شهید،۱۳۸۸ کال، کابل چاپ ۹۷ مخ
۲- سحر، علم ګل، د ارګ نن او پرون، ۱۳۹۱ کال،
۳-له حاجي بازمحمد سره د ۱۳۹۱ کال د ثور د ۶ نیټې مرکه.
۴-غرغښت ، محمد ناصر ، رهنمای کابل، د ۱۳۴۵ کال د وږي میاشت،۲۷۱ مخ
۴-احمدګل دللمې، دامیر عبدالرحمن خان شاهنامه – ګستدنر چاپ
۱۳۷- ۱۴۱ مخونه