Homeخبرونهپه افغانستان کې میشت امریکایان د رایي ورکولو ته اندیښمن دي

په افغانستان کې میشت امریکایان د رایي ورکولو ته اندیښمن دي

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۱۴) په افغانستان کې مېشت امریکایي سرتېري هم د پوسټ له لارې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه اخلي.

دوی له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د رایې اچولو فرصت ورته برابر شوی دی خو ډاډه نه دي چې رایې به یې اغېز ولري.

د دوی په وینا مخکې یې له الکترونیکی لارو رایې ورکولې چې په پایله به یې ډاډه وو، خو اوس د کورونا له لامله رایې په پست کې لېږدول کېږي چې دوی یې د امنیت او خوندیتوب په اړه ډاډمن نه دي.

افغانستان کې میشت امریکایان داسې مهال دا خبره کوي چې، نن په امریکا کې د رایو اچولو بهیر پیل شوی دی.

بل خوا په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو شمیرلو بهیر پیل شوی او په څو لنډو راتلونکو ساعتونو کې ممکن ګټونکی اعلان کړل شي،تر دې دمه شمیرل شویو رایو کې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایدن تر ولسمشر ټرمپ مخکې دی، خو بیا هم هره شیبه وروستي ارقام د تغیر په حال کې دي.

دا چې څوک بریالی کیږي څو شیبې وروسته به اعلان شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...