Homeخبرونهد کابل پوهنتون دروازې نن بیا د محصلانو پرمخ خلاصې شوې

د کابل پوهنتون دروازې نن بیا د محصلانو پرمخ خلاصې شوې

تاند ( چهارشنبه، د عقرب ۱۴)  د کابل پوهنتون دروازې نن چهار شنبه یو ځل بیا د محصلانو پر مخ خلاصې شوې.

د تېرې دوشنبې ورځې له برید وروسته د یوې ورځې لپاره کابل پوهنتون دروازې تړل شوې وې خو نن بیرته محصلان او استادان پوهنتون ته راوګرځېدل.

د یاد پوهنتون محصلان وايي، دا بریدونه د افغان نسل د تحصیل مخه نه شي نیولی.

دوی زیاتوي: « دوی به راځي، هر ډول خطر او ګواښ به مني خو د خپل هېواد د روښانه راتلونکي او نیکمرغۍ لپاره به درسونه وايي».

د کابل پر پوهنتون تېره دوشنبه وسله وال برید وشو چې په کې لسګونه محصلانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ياد پوهنتون د برید په غبرګون کې د پکتیا او خوست ولایتونو د پوهنتونو محصلانو هم لاریون کړی وو او د سولې غوښتنه يې کړې وه.

https://taand.net/%d8%af-%d9%be%da%9a%d8%aa%d9%88%d9%86%d8%ae%d9%88%d8%a7-%da%81%d9%88%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%b4%d9%85%d8%b9%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%a8%d9%84%d9%88%d9%84%d9%88-%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8/

1 COMMENT

  1. د تېرې دوشنبې ورځې له برید وروسته د یوې ورځې لپاره کابل پوهنتون دروازې تړل شوې وې خو نن بیرته محصلان او استادان پوهنتون ته راوګرځېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...