پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeروغتیاخېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

ډاکټر سعید

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي.

نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ.

1. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې کیمیاوي بدلونونو ته ډېر ښه دي.
2. سپینو وریجو نه ځان وساتئ، په خوړو کې د جوارو ډوډۍ هم وکاروئ.
3. بورې او له بورې جوړو خوږو شیانو نه جدي پرهېز وکړئ.
4. هره شیبه د اوبو په څښلو ځان عادت کړئ، ځکه د اوبو ډېر څښاک د حجراتو کیمیاوي عمل سمون خواته بیايي او له جسم نه فاسد مواد هم په ډېره اسانۍ ورسره اخراجېږي.
5. د هوږې روغې دانې وکاروئ، داسې چې دوه یا درې د هوږې دانې د لیمو جوسو سره وخورئ، دا په بدن کې د وینې جریان تېزوي.
6. د سرې کړې غوښې خوراک بیخي پرېږدئ.
7. د مېوو او سبزیجاتو کارول زیات کړئ.
8. په خوړو کې د دارچیني، کورکمن، ادرک، سپینې زیرې او تور مرچ لرونکو مسالو کارونه زیاته کړئ، دا شیان د وینې غوړ او شوګر هم له منځه وړي.
9. شنې چای هم د خېټې د وازدو سوځولو لپاره ګټورې دي.
10. په یو لوښي کې یو کاشوغه شات، څو دانې تور مرچ، او پودینه واچوئ، پنځه دقیقې یې په اور کېږدئ، بیا یې چاڼ کړئ او قهوه یې وڅښئ، خو ورځ کې یو ځل.
11. د چایو نیمه کاشوغه دارچیني پوډر واخلئ، پنځه دقیقې یې یوه پیاله اوبو کې جوش کړئ، بیا په کې یوه کاشوغه شات واچوئ، دا قهوه له ویده کېدو ده مخه او سهار له ناشتې د مخه وڅښئ.

5 COMMENTS

  1. ګټور معلومات دي .
    خو په پښتو کې صفت د اسم تابع دی . د چای کلمه مذکره ده چې د شنې چای پرځای شین چای او یا تور چای ولیکل شي .

  2. د ګران شاهین ورور د تبصرې په هکله:
    د چایو تأنیث یا ښځه والی د اوبو په اعتبار تثبیت دی.
    که مثلاً وکولای سو شین چای ئې هم وبولو خو د فعل په حالت کی بیا هم د اوبو بڼه اخلی
    مثلاً داسی ویلای سو چی شین چای می وخوړې ( که څه هم شنې چای می وخوړې ، مناسبه ښکاره)
    خو داسی نه سو ویلای چی شین چای می وخوړئ یا وخوړ
    ځکه چای هم مؤنث حالت لری او هم جمع حالت ( اوبه غوندی ) .
    ضمناً ګومان نه کوم ( اوبه) د ( ها ) د درلودلو له وجی یو مؤنث اسم وی بلکه دا یو مور زاده ذهنی میخانیک لری.

  3. قدرمن غلام حضرت ورور ته سلامونه
    ستاسو له مفصل ځواب نه مننه . خو د چای کلمه چې اصلي چینایی ده او بیا نورو ژبو ته تللي ، په پښتو او نورو ژبو کې د نارینه یا مذکرې کلمې په شکل راغلي ده ، مثلا چایا نشو ویلی . یواځې ایرانیان ورته چایي وایی .
    په روسي ژبه کې هم چای مذکره کلمه ده ، او چورنی یا زیلونی چای ورته وایی .
    په عامیانه شکل شاید وخوړل شي خو په نورو لهجو او قبول شویو ادبي وختو کې ورته اوبه یا چای څښل ویل کیږي.
    البته په پښتو ژبه کې ځینې کلمې په استثنایې ډول سره د جمعې په شکل سره راځي لکه اوبه د مونثې کلمې د جمعې په شکل سره ګردانیږي لکه تودې اوبه ، سړې اوبه . همدارنګه شیدې لکه سپینې شیدې ، تودې شیدې .
    خو غنم بیا د مذکرې کلمې په جمعې حالت کې وي لکه سره غنم ، زراعتي غنم .

  4. ګران ورور شاهین صیب!
    ستاسی نظر هم معقول دی.
    اصلاً موږ په هر ډګر کی د پردیو ( بیګانه) څیزونو او اشخاصو لخوا یو بل ته رقیبان سوی یو، چای هم یو پردی تولید دی نو ځکه حتی ګرامری ستونزی ئې را ته زیږولی دی. په هر حال، شوخی می وکړه.
    زه خپله چایو ته هیڅ ډول درناوی نلرم البته د میلمه یا کوربه په خاطر ئې خورم یا چیښم.
    یو وخت می زوی را څخه پوښتنه وکړه چی بابا چای خو اوبو غوندی مایع ماده ده نو ولی اکثره خلګ وائی چی چای خورم، باید ووائی چی چای چیښم، مناسب جواب می نه درلود خو هسی می یوه جوشانده سره ګډه او ورته می وویل چی بچو دا ځکه چی اوبه یا شربت په غړَپ غړپ نه چیښل کیږی بلکه په اصطلاح په یوه ساه چیښلی کیږی خو چای په یوه ساه نه چیښل کیږی ضمناً د چایو سره معمولاً د غلې څخه جوړ کوم بل شی ( ډوډۍ، کُلچه، ګُړه، کشمش او ….. ) هم کارول کیږی حال دا چی د نورو مایعاتو سره کوم بل شی د خوړلو قابلیت نلری.
    زموږ په سیمه کی د چایو پر ضد د شعار یوه برخه دا ده:
    ” کوکو اغا چای چیښې؟
    نه
    د ها کښتګر مور ئې لا ……. ”
    ددې ګاټه کنځاوو د ګاټه توب علت دا دی چی هر څوک پوهیږی چی د چایو کر او کښت په افغانانو کی رواج نه دی.
    د چایو غیبت مو وکړ ( چی د چا یو غیبت تعبیر نه سی ).
    یوه ښېګڼه ئې هم د یادولو وړ ده:
    زموږ او ستاسی د وطن خلک میلمه پال دی، او دا یو ډول بی نزاکتی ګڼی چی مثلاً د یو تلواری یا عاجل میلمه څخه وپوښتی چی فلانی جانه چای چیښې؟
    د تور او شین چای موجودیت د کوربه دا نزاکت ور خوندی کړی دی چی مثلاً میلمه ته ووائی:
    توری چای که شنې؟
    مانا چای خو در کولای سم مازی ږغ وکه چی توری که شنې نو میلمه وائی نه وروره کور دی ودان .
    که چای دوه ډوله نه وای نو هم سَت کاذب ؤ او هم د میلمه اطمنان کاذب .
    چای درې ځله پخیږی
    اول په کرونده کی
    دوهم په لوښی کی
    دریم د میلمه د ( پیوند او میلمه پالنی ) په ګېډه کی.

  5. ټولو ته سلامونه او درناوی،
    په پښتو ژبه کې فکر کوم چې مايعات ټول د مفرد په بڼه نه ، بلکې د جمعې په بڼه راځي آن که ظاهري بڼه يې مفرده هم وي لکه : اوبه دي ، غوړي دي، تېل دي ، چای هم د ((دی)) پر ځای ((دي)) بايد وي ، شنې چای دي ، تورې چای دي. غلطي فکر کوم زموږ په شرقي او جنوبي لهجه کې وي ، چې دغه مايع موږ په مفرد شکل وايو.
    والله اعلم !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب