پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهداعش ته په یوه منسوبه ویدیو کې ادعا کېږي چې د پوهنتون...

داعش ته په یوه منسوبه ویدیو کې ادعا کېږي چې د پوهنتون حمله دوی نه ده کړې

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۴) په یوه ویدیو کې، چې ویناوال او خپروونکي یې ادعا کوي په داعش پورې تړاو لري، پر کابل پوهنتون د دوشنبې د ورخې برید د طالبانو او پاکستان کار دی.

په ویدیو کې لومړی د کابل پوهنتون او نورو تروریستي بریدونو د قربانیانو نښې ښوول کېږي، وروسته درې تنه مول وهونکي وسله وال څرګندېږي.

منځنی وسله وال د څو آیتونو له لوستلو وروسته په دري ژبه ادعا کوي چې طالبانو خپل اتلس کلن جهاد خرڅ کړی او اوس هر جنایت د «اسلامي دولت» ډلې په غاړه اچوي.

دی همداراز وايي، «پر جوماتونو، مدرسو او پوهنتونونو حملې او په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د ربیع الاول د شپاړسمې نېټې حمله چې د دغو معامله ګرو د بې رحمۍ ښکارندویه ده، د هغوی د ناوړه اعمالو ښکاره بېلګه ده، ای مُرتدو حمارتیانو (امارتیانو) ستاسو رسوايي او ذلت شروع او اصلي څېره مو ټولو ته ښکاره شوې او بې ځوابه به پاتې نه شئ….»

تر دې وړاندې د داعش اعماق ویبپاڼې، چې له کلونو راهیسې په عراق، سوریه او افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې خبرونه خپروي، ادعا کړې وه چې پر کابل پوهنتون برید د دوی انتحاریانو کړی دی.

د افغانستان په روانه افغان وژنه کې هر لوری خپل بل مسلمان او افغان ورور د خدای په نامه «الله اکبر» وژني او د خپل جنایت د توجیه لپاره د قرآن کریم آیتونه لولي.

په سویډن کې مېشت افغان نظرخاوند حسیب الرحمن مل وايي سختدریځې ډلې د اسلام اصلي دښمنان دي:

«په وروستیو۲۰ کلونو کې د اسلام او قرآن په نوم د انسانانو بې رحمانه وژنو اسلام د نړۍ غیرمسلمانو ملتونو ته د یوه بې رحمه دین په توګه معرفي کړ حال دا چې تر دې پخوا په ګڼو لوېدیځو هیوادونو کې، چې خلکو یې د معنویت تنده لرله، د اسلام غېږ ته پناه وړله.

د اسلام د ناسمې څېرې په معرفي کولو کې افغان او پاکستاني طالبانو، بوکوحرام، داعش، د الجزایر او مصر سختدریځو ډېر رول ولوباوه.»

افغان طالبانو د کابل پوهنتون په حمله کې لاس لرل رد کړي خو دې ډلې تر دې پخوا د ۲۰۱۶ کال د اګست په ۲۳ د افغانستان د امریکايي پوهنتون د برید مسوولیت په غاړه اخیستی و.

6 COMMENTS

  1. سلامو علیکم درنو وطنوالو خبر اوسی۰۰
    افغان حکومت او ملی امنیت دی ځان نه خطاباسی که پوه نه وی څان پوه کی۰
    څنګه۰۰۰ د کابل پوهنتون خمله د ایران دوسته طالیبانو پواسطه شوی ده۰
    دا حمله د ایران په دستور طالیبانو کړی ده ٪۱۰۰ خقیقت دی مننه

  2. طالب اوس د افغانستان خلک نسی خطا ایستلی دا ټولی حملی د حقانی او ای ایس ای په واسطه تر سره کیږی. او په راس ددی حملو کښی د پښاور ناولی شورا لاس دی. ځکه د پښاور شورا اصلا قطری طالبان او د کوټی شورا په رسمیت نه پیژنی.

  3. مسؤل حملات و جنګ نا اعلام شده تروریستی دولت و استخبارات پاکستان است . بسیار ضروری است که قضیه جنیات جنگی که دولت و استخبارات پاکستان در طول 20-25 سال در اثر جنگ نا اعلام شده تروریستی بر ضد ملت و دولت افغانستان توسط نظامیان و ملیشه ها تروریستی به نام طالب ، داعش ، شبکه حقانی به راه انداخته شده است و در نتیجه آن صدها هزار افغان بی گناه شهید ، یتیم و معلول گردیده است ، به سازمان ملل و محاکم عدلی بین المللی برای تحقیق و مجازات و تادیه غرامت جنگی سپرده شود . دستگاه دیپلوماسی ، و شورای امنیت افغانستان باید این قضیه را با اسناد و شواهد زنده موجود جدآ مورد پیگیری مسلسل قرار دهد.

  4. داسی ښکاری چه ویدیو د کابل د اداری کار وی. چه اعماق یی ادعا کوی او د افغانستان ای اس یی ردوی منطقی نه ښکاری. د حمارتیانو لفظ د کابل نه راوزی. کابل نن سبا تبلیغات زیات کړی او امرالله خو بی شرمه درواغزن هم دی، نو زما باندی شک دی. متاسفانه کوم کمپیوتر ساینس باندی پوه کس تراوسه د دی سرچینه نده ښولی.

  5. پرون د اعماق په نامه د داعش رسمي پاڼې د ځانمرګو عکسونه خپارل کړل چې يو پنجشيری او بل يې د خراساني په نومونو وو.
    اوس داعش ته ورته ويډيو خپريږي او ادعا کوي ګواکې بريد دوی پورې اړه نه لري زما ذهن ته دوه خبرې راځي.
    ۱: دا چې ځانمرګي دواړه تاجک او بيا پنجشيري وو نو صالح د خلکو پام اړوي ځکه د ډوی په اند ځانمرګي بريدونه يوازې پښتانه کوي او غرب ته يې پښتانه په عموم کې طالبان او نور ترهګر معرفي کړي ترڅو دوی ډالر هضم کړي.
    ۲: طالبانو په لومړي سر کې د بريد پلوي رد کړه نو بيا هر لوړ پوړی چارواکی ولې وچ تخته شوي چې بريد حتماً طالبانو کړی سربېره پر طالبانو ددوی په وينا په افغانستان کې ۲۰ جنګي ډلې جنګيږي بيا ولې په يوه خوله طالب پسې بريد تړي، دا ځکه چې د صالح په څېر جنګسالار او ځيني له غربه راغلي ټاميان هېڅوخت دلته سوله نه غواړي، سوله کې دوی ته ونډه نشته او ډالر پرې بنديږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب