پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeکلتورشلم عامه کتابتون | زینت الله قانت

شلم عامه کتابتون | زینت الله قانت

سپـیـن ته او تـور ته کتاب ورسوئ

ورور ته او خور ته کتاب ورسوئ

کـه په نـړۍ حـکمراني غواړئ نو

د دښـــمن کـور ته کتـاب ورسوئ

دا بیتونه د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم میاشتې په لسمه نېټه د یوه زده کوونکي له خوا هغه مهال زمزمه شول چې «د حضرت بلال عامه کتابتون» پرانیستل کېده. د کلي عامه کتابتون خوځښت له خوا دا شلم عامه کتابتون دی چې په کلیوالو سیمو کې د مطالعې د دود، علمي ودې او عامه پوهاوي د لوړتیا په موخه جوړېږي.

دا پرانیست غونډه د وردګو ولایت چک ولسوالۍ، مسجد (مجت) دره کې د حضرت بلال په عالي ليسه کې جوړه او د الهي کلام د سپېڅلو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د یاد ښوونځي د پخواني مدیر ښاغلي محمد عارف له خوا مېلمنو او د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو، مننه یې وکړه او د یاد کتابتون د بنسټ له اېښودو یې خوښي څرګنده کړه. نوموړي وويل چې د ليسې په ټوله دوره کې نن يوه تاريخي ورځ ده، ځکه لومړی ځل دی چې يادې ليسې ته په دومره لوړه کچه کتابونه راوړل شوي دي او دومره لرې پرتې سيمې ته د دغو با احساسه ځوانانو په مټ دومره لويه ډالۍ راوړل کېږي. ورپسې د کلي عامه کتابتون خوځښت مشر مجیب الرحمن محمودي خپلې خبرې د قرآن کریم په (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ) ایت سره پیل کړې او ویې ویل چې موږ ته د الله (ج) لخوا په علم، زده کړه او مطالعه باندې امر شوی دی، نو راځئ چې علم زده کړو، مطالعه وکړو او دې چارو ته پرمختګ ورکړو، که علم، پوهې، کتاب او قلم ته ارزښت ور نه کړو، هېڅکله پرمختګ نه شو کوی، همدا علم دی چې زموږ ذهنیت جوړوي، زموږ نسل جوړوي او زموږ هېواد جوړوي. نوموړي زياته کړه چې که موږ د نړۍ ستر عالمان، ساینس پوهان او په هره برخه کې وتلې او مشهورې څېرې وګورو، ټول د همدې کتاب او علم په مټ تر لوړو پوړیو رسېدلي دي.

محمودي د کلي عامه کتابتون د خوځښت په اړه مالومات شریک کړل چې دغه خوځښت په ۱۳۹۲ لمريز کال کې پیل شو، اوس د لسو تنو با احساسه رضاکاره ځوانانو له خوا پر مخ وړل کېږي، له خلکو یو یو کتاب راټولوي، له تنظیم، ثبت او راجستر وروسته یې کلیوالو سیمو ته د مطالعې له پاره وړي؛ څو د خلکو د ویښتابه او پرمختګ سبب وګرځي. محمودي زیاته کړه چې موږ باید یوازې د ښوونځي یا پوهنتون په اړوندو درسي کتابونو بسنه ونه کړو، بلکې باید چې نور کتابونه هم ولولو او خپله علمي زخیره مو زیاته کړو. ده همدا شان په زده کوونکو غږ وکړ چې له دغه کتابتون څخه سمه استفاده وکړي او د کتابونو سالمه ساتنه وکړي او د کتابتون په بډایه کولو کې هر کلیوال تر خپله وسه ونډه واخلي.

ورپسې د سيمې علماوو په خپل نوبت سره د علم او پوهې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او دا کتابتون یې د سیمې له پاره یوه غوره لاسته راوړنه او یو غوره چانس وباله، چې باید سمه استفاده ترې وشي. دوی هر یوه د یاد خوځښت له غړو مننه وکړه او دا یې د ټولنې د علمي پرمختګ په برخه کې یو مهم ګام وباله. دوی په خپلو خبرو کې زياته کړه چې که هر څوک لرې سيمو ته کتاب رسوي، په حقیقت کې هغوی ټولنه د روښنایۍ لور ته رهنمايي کوي، هغوی له یاد کتابتون سره مرسته خپل مسؤلیت وباله او زده کوونکي یې مطالعې او زده کړې ته را وبلل. همداراز دوی وويل چې کتابتون د جوړېدو تر څنګ ساتنه هم غواړي او د ليسې له مسولينو يې وغوښتل چې زده کوونکو ته بايد د کتاب د مطالعې او د کتابتون د ښې ساتنې درس هم ورکړل شي، ترڅو کتابونه ښه وساتي او يو کتاب ډېر کسان مطالعه کړی شي.

ورپسې د کلي عامه کتابتون غړي شفيع الله مشفق د حضرت بلال عامه کتابتون بنسټ پاڼه ولوسته او له ګډونوالو سره يې شريکه کړه. یادې غونډې ته ګڼو زده کوونکو د کتاب ستاینې او معنوي ارزښت په اړه شعرونه او ترانې واورولې، ځينو کسانو کتابونه ډالۍ کړل، په پای کې د کلي عامه کتابتون خوځښت غړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او دغه پرانیست غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.

یاد کتابتون په شپږنیم سوه ټوکه کتابونو باندې پرانیستل شو، نور کتابونه به وخت په وخت د کلي عامه کتابتون له کاري اصولو او د دوی له اړتیا سره سم د عامو خلکو، زده کوونکو او د کلي عامه کتابتون د غړو لخوا ور وړل کېږي. د کلي عامه کتابتون خوځښت له ټولو هغو کسانو د زړه له تله مننه کوي چې د حضرت بلال عامه کتابتون له پاره يې کتابونه ډالۍ کړل او په دې برخه کې یې مرسته وکړه، یاد خوځښت به تر هغې خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې د هېواد هر کلي ته کتاب ورسېږي.

د همداسې يوې ورځې په هيله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب