جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د پاکستاني جنرالانو پر موټرو هوايي برید شوی

کندهار کې د پاکستاني جنرالانو پر موټرو هوايي برید شوی

تاند (سه شنبه د عقرب ۱۳) د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان وايي، چې په دې ولایت کې هغه موټریز کاروان په نښه شوی چې پاکستاني جنرالان پکې د سپېروان غوندۍ ته روان وو.

د نوموړي په وینا، افغان هوایي ځواکونو د دې ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د وسله والو په هغو موټرو برید کړی چې پاکستاني جنرالان يې د سپېروان غونډۍ د قرارګاه د عکاسۍ لپاره راوستلي وو.

ښاغلي تادین خان پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، په دغه هوايي برید کې تر ۵۵ ډېر وسله وال طالبان او پاکستانیان وژل شوي او د هغوی ۱۷ موټرسایکلونه او اووه موټرونه هم تخریب شوي دي.

جنرال تادین خان زیاته کړې: «له ارغنداب وروسته په پنجوايي او ژړۍ کې د ترهګرو د قتلولو نوبت دی، تدابیر مو نیول شوي، ډېر ژر به ښه خبرونه واورئ، د ای ایس ای تقاعد شوي پنجاپی جنرالان به د خپلو لاسپوڅو سره ټوټه شوي ښخ کړو.»

تر اوسه خپلواکو سرچینو دا راپور تایید یا رد کړی نه دی.

له بلې خوا د کندهار نظامي شورا وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د دې ولایت په  ارغنداب، ژړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو کي د هوایي او ځمکنیو بریدونو پرمهال ۷۹ وسله وال طالبان وژلي او ۳۳ نور يې ټپيان کړي دي.

د دې شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د دغو عملياتو پر مهال يې دوه شبکې د ملاشاولي شبکه مبارز او د محمد نبي شبکه انس هم له منځه وړي دي.

د راپورونو له مخې له څو ورځو راپدېخوا د کندهار په ارغنداب، پنجوايي، او ژړۍ ولسوالیو کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، ددغو جګړو له امله ۱۵۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي دي.

https://taand.net/%da%a9%d9%86%d8%af%d9%87%d8%a7%d8%b1%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%88%d8%b1%d9%88%d8%b3%d8%aa%db%8c%d9%88-%d8%ac%da%ab%da%93%d9%88-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%87-%db%b1%db%b5%db%b0%db%b0-%da%a9%d9%88/

3 COMMENTS

  1. عکس له خبر سره په تضاد کې دی، خبر هم نامستند ښکاري:

    دا څرنګ کیدای شي چې د (( پاکستاني جنرالانو)) بدرګه دي د افغان پولیسو د موټر پر بانټ ځوړند ملي بیرغ سره تر سره شي؟!

    ((…چې پاکستاني جنرالان يې د سپېروان غونډۍ د قرارګاه د عکاسۍ لپاره راوستلي وو.))

    دا غونډۍ څومره مهمه وه چې د عکاسۍ لپاره یې باید پاکستاني جنرالان ورته راغلي وای…؟

    تادین خان به هر څه وايي، قیاس خویې د خبر لیکونکي سره باید وي.

    ضعیف او نا کنترول شوی خبر، شکونه را منځته کوي او پر تاند باور څپڅپانده.

    د لا دقت په هیله
    والسلام

  2. جنرال صاحب تادین خانه سلامونه می قبول کړه۰
    بی شکه چه نامی یی/جنرال صاخب مرحوم عبدالرازق نامی وو۰
    ګردسره اچکزیان نامیان دی/بری دی له ربه غواړو۰
    وطنوال باید ستاسی ملاتړ وکړی دشمن په ډیره بی شرمی مو وطن ته راغلای دی۰
    ددی تورمخی دشمن وژل پر هر افغان پشتون فرض عین دی۰
    دمور شیدی پری حرامی دی چه ددی دشمن په مقابل کښی وسله نه اخلی۰
    ژوندی او سرلوړی دی وی افغان ملی دفاعی قواوی مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب