پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد پښتونخوا ځوانانو د شمعو په بلولو د کابل پوهنتون برید وغانده

د پښتونخوا ځوانانو د شمعو په بلولو د کابل پوهنتون برید وغانده

تاند (سه شنبه د عقرب ۱۳) په کوزه پښتونخوا کې لسګونه ځوانانو پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې برید غندلی دی.

دوی نن ماښام د پېښور ښار حیات آباد په باغ ناران څلورلارې کې راټول شوي او د کابل پوهنتون برید کې یې د وژل شویو کسانو په یاد شمعې بلې کړې دي.

دغه ځوانان له افغانانو سره په دې پېښه کې ځان شریک ګڼي او کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

په ورته مهال په کابل کې د امریکا، برېتانیا او المان سفارتونو او ارپايي اتحادیې پر کابل پوهنتون پېښه کې د قربانیانو له کورنیو او افغانانو سره د غمرازۍ په خاطر خپل بیرغونه نیمه ځوړند کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي چې په تیرو درېیوو کلونو کې یواځې پر دریو ښوونیزو مرکزونو باندې وسله وال ترهګریز بریدونه شوي چې له ۴۰۰ زیات کسان پکې وژل شوي دي.

پر ښوونیزو مرکزونو وروستی برید پرون د کابل پوهنتون خونړی برید و، چې ۳۵ تنه پکې ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.

له دې څو ورځې وړاندې کابل کې د کوثر په نوم په یوه ښوونیز مرکز باندې ځانمرګی برید وشو، چې شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

په همدې توګه په ۲۰۱۷ کال کې کابل کې د تبیان په نوم په یوه ښوونیز مرکز باندې درې پرلپسې چاودنې وشوې، چې ۴۱ تنه زده کوونکي پکې ووژل شول او له ۸۰ نور ډېر پکې ټپیان شول.

او دغه راز په موعود ښوونیز مرکز حمله چې لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د افغانستان امریکايي پوهنتون باندې هم په ۲۰۱۶ کال کې برید شوی و، چې ددغو پېښو ډیری قربانیان ځوانې انجونې او هلکان دي.

پر کابل پوهنتون برید د افغانستان په داخل او بهر کې له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی. په همدې موخه نن په پکتیا، هلمند، خوست، بلخ او لغمان ولایتونو کې زرګونو کسانو ددې حملې په غبرګون کې لاریونونه وکړل.

لاریون والو چې د سولې، اوربند او د جګړې د ختم شعارونه یې له ځان سره لیږدول له وسله والو ډلو وغوښتل چې پر علمي بنسټونو دې د مرګونو بریدونو لړۍ ودروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او نورو غړیو محسن داوړ، علي وزیر او ثنا عجاز هم دغه برید په کلکه غندلی دی.

منظور پښتین له افغانانو غوښتنه کړې چې د سولې د ټینګښت لپاره دې خپلې هڅې چټکې کړي او زیاته کړې یې ده چې «موږ‎ د جگړ‎ې او د نورو له خوا تپل شوي تاوتريخوالي خلاف خپل جدوجهد جاري ساتو.»

طالبانو ډېر کله په دغه ډول بریدونو کې لاس لرل رد کړي او مسؤلیت داعش ډلې اخیستی دی، خو د افغانستان حکومت بیا تل د دا ډول پېښو پړه په طالبانو اچولې ده.

2 COMMENTS

  1. بسیار ضروری است که قضیه جنیات جنگی که دولت و استخبارات پاکستان در طول 20-25 سال در اثر جنگ نا اعلام شده تروریستی بر ضد ملت و دولت افغانستان توسط نظامیان و ملیشه ها تروریستی به نام طالب ، داعش ، شبکه حقانی به راه انداخته شده است و در نتیجه آن صدها هزار افغان بی گناه شهید ، یتیم و معلول گردیده است ، به سازمان ملل و محاکم عدلی بین المللی برای تحقیق و مجازات و تادیه غرامت جنگی سپرده شود . دستگاه دیپلوماسی ، و شورای امنیت افغانستان باید این قضیه را با اسناد و شواهد زنده موجود جدآ مورد پیگیری مسلسل قرار دهد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب