جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپکتيا کې سلګونه محصلانو د يوه لاریون پرمهال پرکابل پوهنتون برید وغانده

پکتيا کې سلګونه محصلانو د يوه لاریون پرمهال پرکابل پوهنتون برید وغانده

تاند ( سه شنبه، د عقرب ۱۳) په پکتیا کې سلګونه محصلانو پر کابل پوهنتون برید غندلی او د تېرې ورځې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله غمرازي ښودلې ده.

دوی ویلي چې پر پوهنتونونو، ښوونځیو او عامه تاسیساتو بریدونه پر علم او پوهنه برید دی.

محصلانو د يو سوله ییزې را ټولېدنې پرمهال د محصلینو په نښه کول د هېواد د بربادۍ په معنا یاده کړه او زیاته يې کړه چې د هېواد دښمنان هڅه کوي د علم رڼا په تیارو بدلې کړي.

دوی دغه راز وژنه بس ده په شعار ورکولو سره د جګړې له ښکېلو اړخونو د سولې غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې له خونړي برید وروسته نن د دغه پوهنتون مخې ته سلګونه کسان راټول شوي وو او پر دې پېښه یې غبرګون ښودلی دی.

دوی دغه ترهګریز برید وغانده او د د دغه ډول پېښو د ترسره کوونکو ضد شعارونو په ورکولو سره یې حکومت هم د خلکو د امنیت په تامین کې ملامت یادوه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل پر پوهنتون ډله ییز وسله وال برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۲۷ تنه نور ټپيان شول.

په وژل شویو او ټپیانو کې د کابل پوهنتون محصلان شامل دي.

دا برید په کور دننه او نړیوالو بنسټونو غندلی او دا کړنه يې وحشیانه بللې.

https://taand.net/%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d9%87-%d9%87%d8%b1-%da%85%d9%87-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a%d8%8c%d8%ae%d9%88-%d8%af-%d9%be%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%8a-%d8%a8%d8%b1%db%8c/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب