پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeټولنیزفردیت او ګناه؛ شخصي ګناهونه ټولنه نه فاسدوي

فردیت او ګناه؛ شخصي ګناهونه ټولنه نه فاسدوي

هارون سمون

له بده مرغه د ډېری انسانانو د عقیدې مرجع ډار او توهم وي؛ ځکه خو خپله عقیده نشي کنټرولولای. ډېری عقیدوي خلک د خدای له ډاره بد کارونه نه کوي؛ ګني ذهناً او باطناً سم وحشي وي. ځینې وخت چې احساسات پرې غالب شي بیا د خدای ډار هم په نظر کې نه نیسي، حتی د خپلې منفورې مفکورې لپاره پر نورو انسانانو حمله کوي.

سایکالوژي راته وايي، که ایډ د ایګو له کنټروله ووځي، کېدای شي، فرد د ټولنې ډېری اخلاقي کرښې کراس کړي او که سوپر ایګو د ایګو له کنټروله ووځي، کېدای شي، د وژونکي افراطیت لامل شي، چې نتیجه کې ډېر ایډیالوژیک انسانان پر نورو د خپل فکر د تحمل هڅه کوي او حتي وژني یې.

دا واقعیتونه ډېر پېښ شوي، چې عادي خلک د قوي سوپر ایګو درلودونکو انسانانو تر حملو لاندې راغلي دي؛ ځکه د دوی سوپر ایګو پر ایګو برلاسې ده. ایګو د تلې د موټ حیثیت لري، د ایډ او سوپر ایګو تر منځ تعادل ساتي. کله چې دغه تعادل له منځه لاړ شي، فرد له اروایي بې نظمۍ سره مخېږي.

دا د مذهبي وګړو د سوپر ایګو د فعالې انرژۍ بشپړ اوړېدل دي پر اروایي انرژۍ، چې پدې وخت کې د بل انسان مرګ یوه عادي مسله ګڼي.

په مزار کې د جامع مسجد یوه ملا ویل، چې څوک د خدای له ډاره بد کارونه نکوي، خو له خدای سره مینه نه لري، خدای ته یې دا وړ عقیده نده منظوره. د هغه ملا امام په خبره عقیده باید عقلاني وي او عبادت د خدای د رضا لپاره. یانې عبادت د ثواب لپاره نه، د خدای د رضا لپاره.

ځینې د فولادی مفکورو وال مفسده ټولنه هغه ته وایي چې شخصي ګناهونه پکې کېږي. شخصي ګناه هغه ګناه ده، چې بل چاته ضرر نه پکې رسېږي. دا وړ ګناهونه د خدای پر وړاندې ګناهونه دي، د انسان پر وړاندې ګناهونه ندي. نه هم په شخصي ګناهونو ټولنه فاسېدېږي. مثال ږیره وهل، مختلف سټایلونه کول، مختلفې جامې او رنګونه استعمالول، په یو دفتر کې د ښځو ګډ کار کول، کو ایجوکېشن، ډانسېنګ، موسیقي اورېدل، سریالونه کتل، اتڼ کول، ډول وهل، خنداوې، ګډاوې، تنګې جامې اغوستل، حجاب کم مراعاتول، د ښځو ویښتان لنډول، قچي کول او کمول، کم عبادت کول، له ژوند خوند اخیستل، بې  پروایي، دا هغه ګناهونه دي، چې د انسان پر وړاندې اصلاً ګناهونه ندي، د خدای پر وړاندې دي او خدای خو هسې هم د بندګانو د بښلو لپاره بهانې ګوري.

یوه بل ځای مې ویلي وو چې انسان د ګناه لپاره پیدا دی، باید ګناهونه وکړي، که ګناهونه ونکړي د خدای امتحان بې مفهومه دی. مطلب آخره زمانه نده، نه هم داسې نظام او ټولنه پیدا کېږي، چې ستاسو په اصطلاح بشپړ شرعي وي.

په دې پورتنیو خبرو کې د ټول طالبي نظام مسله حل ده که طالبان یې درک کړي، یا د هغوی مسله حل ده، چې د یو شرعي تخیلي نظام خوبونه ویني او د جګړې پر تقدس باور لري.

1 COMMENT

  1. شاباس داسی د بیدینی درسونه ضرور افغانستان د بیدینی په لوری وړی. کمونستان لا تروسه عقل ندی مندلی. لیکونکی داسی ښکاری چه د کوم روسی او روسی مستعمری نه دا لیکنی کوی.
    سیکالوجی باید د اروایی مرضونو لپاره استعمال سی نه د ایدیالوژی د خپرولو. تیرو کمونستانو او جمهوریتخواهانو داسی جرم کړی وو چه لاتر اوسه یی افغانستان په وینو کی لړلی دی.
    لیکونکی هغه کوی چه په هغه دینی عالمان متهموی. دا د یو سیکیولر له سیکالوجی نه سوء استفاده ده، چه غواړی خپل سوپر ایګو په نورو تحمیل کړی. اول اسلام تحریف کړی بیا هغه کس چه په دین عقیده لری په سوپر ایګویست باندی متهم کړی.
    سوال دا دی چه د تالبانو په مقیاس کمونستان او دیموکراتان وحشی ندی؟ په دا تیرو صدیو کی سیکولرانو له یو بیلیون نه زیات انسانان وژلی او د هغوی ځمکی او مالونه یی غلا کړی. افغانستان ددواړو د وحشت ضایعه نده سوی؟ تالبان خپل دین او دود ته معتقد دی او دا پردی مزدوران بیا د پردی ایدیالوژی لپاره په هغوی ټاپی وهی. په خپل دود او دین ټینګار وحشت بلل او د پردیو ایدیالوژی راوړل او هغه سپینول له هیڅ منطق سره سمون نخوری.
    هغه جنایات چه اوسنی استعماری عسکرو په افغانستان کړی او د هغوی د دولتو لخوا ورته تلقین سوی وو یوازی هغه کسان کوی چه اخلاقی کمزوری ولری. لیکونکی باید هغه ویلی وای.
    زمونږ نصیحت لیکونکی ته دا ده چه اول سیکالوجی سمه زده کړی او د یو ساینتیست په توګه هغه عملی کړی نه د یو سیاسی مداری په توګه. بیا د سیکالوجی له ویلو سره سره لیږ د لیکنی منطق هم ووایی چه خپلی لیکنی لیږ باوری او عقلانی معلومی کړی. لیکونکی زیاته نیګړتیا لری چه زما په نظر که هغه خپله لیکنه وخپل استاد ته ورښکاره کړی نو هغه به باندی له شرمه وژړیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب