Homeخبرونهکندهارکې د وروستیو جګړو له امله ۱۵۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي

کندهارکې د وروستیو جګړو له امله ۱۵۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي

تاند ( سه شنبه، د عقرب ۱۳) د کندهار ولایت سیمه ‌ییز چارواکي وایي چې، په دغه ولایت کې د وروستیو ناکراریو له امله ۱۵۰۰ کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي.

له کندهاره د خپرو شویو راپورونو له مخې، د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د روانې شپږ ورځنۍ جګړې له امله ۱۵۰۰ کورنیو خپلې سیمې پرېښې دي او نسبتاً امنو سیمو ته کډوال شوي دي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې کورونه او د انارو ډک باغونه یې د خدای هیلې ته پرېښي او یوازې سرونه یې خوندي را ایستلي دي.

د یادونې ده چې په ټول هېواد کې په دې وروستیو کې د جګړو لمن پراخه شوې او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ زرګونه کورنۍ هم بې ځایه کړې دي.

د کندهار اوسېدونکي داسې مهال له نا امنیو شکایت کوي، چې هم مهاله ورسره د کندهار نظامي شورا په يوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې ولایت کې يې په تېرو ۲۴ ساعتونو لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

https://taand.net/%d8%af-%da%a9%d9%86%d8%af%d9%87%d8%a7%d8%b1%d8%a7%d9%85%d9%86%d9%8a%d8%aa%d9%8a-%d9%85%d8%b3%d9%88%d9%84%d8%a7%d9%86-%d9%84%d8%b3%da%ab%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...