Homeخبرونهد کندهارامنيتي مسولان لسګونه طالبانو ته د مرګ ژوبلې ادعا کوي

د کندهارامنيتي مسولان لسګونه طالبانو ته د مرګ ژوبلې ادعا کوي

تاند(سه شنبه، دعقرب ۱۳)  د کندهار نظامي شورا په يوه اعلاميه کې ويلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د دې ولایت په  ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو کي د هوایي او ځمکني بریدونو پرمهال ۷۹ وسله وال طالبان وژلي او ۳۳ نور يې ټپيان کړي دي.

اعلاميه زیاتوي، چې د دې عملياتو پر مهال يې دوه شبکې د ملاشاولي ( شبکه مبارز) او د محمد نبي (شبکه انس) هم له منځه وړي دي.

بل لورته طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

افغان چارواکي داسې مهال وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا کوي، چې نن سهار د کندز په امام صیب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک ډله ییز وسله وال برید کې د افغان پوځيانو په ګډون لسګونه تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا برید نن سهار د موټربم برید په وسيله پيل شو او وروسته وسله والو کسانو له افغان ځواکونو سره نښته پيل کړه.

https://taand.net/%da%a9%d9%86%d8%af%d8%b2-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%b3%d8%b1%d8%ad%d8%af%d9%8a-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%be%d8%b1-%da%a9%d9%86%da%89%da%a9-%da%89%d9%84%d9%87-%db%8c%db%8c%d8%b2/

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...