پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeمقالېله طالبانو سره مل بهرني جنګیالي؛ افغان سولې ته بل جدي ګواښ...

له طالبانو سره مل بهرني جنګیالي؛ افغان سولې ته بل جدي ګواښ دی 

هارون حکیمي

د سولې په موخه د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیزو خبرو هممهاله، د هیواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو بریدونه، په ښارونو کې د جنايي پېښو پراختیا او هدفي وژنې ډېرېدل، چې یو له بل سره تړلي دي، د سولې په هکله پر ټولیزه اراده څرګند منفي اغېې لري. دا چارې که په ظاهره د طالبانو له لوري د ډېري ونډې اخیستلو او فشار په موخه ترسره کېږي، له آره، د دوی د بهرنیو جنګیالیو ملاتړو په ګټه خو د طالبانو په زیان تمامېږي.  

له ستراتیژیکه اړخه، د روان تاوتریخوالي په پلانونو، ستراتیژیو، او تاکتیکونو کې د بهرنیو جنګیالیو، په ځانګړي ډول القاعده او داعش له دوکتورینو څخه، چې تر ډېره د افغانستان د څلوېښت کلني جګړې په اوږدو کې د بهرنیو ستراتیژیستانو لخوا تالیف شوې دي، کار اخیستل کېږي. د ابوبکر ناجي د (بربریت د مدیریت) تر نامه لاندې اصولو د ټولګې، چې د وسله والې مبارزې د وروستۍ مرحلې  په توګه، ډار اچوونکې او پر حکومت د فشار راوستلو په موخه د ولس ځپونکې لارې چارې یې بیان کړېدي، پلې کېدا، تر نورو ډېره محسوسېږي. پر کوثر دانش او کابل پوهنتون بریدونه د یادو اصولو د د تطبیق بارزې بېلګې دي. د هلمند د وروستۍ جګړې په ګډون د ګڼو ډله ییزو بریدونو لپاره، او دغه راز په غزني کې د القاعده د یوه مهم مشر ابومحسن المصري وژل کېدلو، د وسله والو په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو فزیکې حضور، په ډاګه کړ چې، د دوحې تر تړون وروسته، د امریکايي ځواکونو سره نه، بلکې د افغان دولت په وړاندې، لاهم د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي. دغه راز د جګړې د دوام پر اراده، د همدې نړیوالو جنګیالیو ایډیولوژیک اغېز څرګندېږي. 

بهرني جنګیالي چې د امریکا د جورج ټاون پوهنتون استاد او څېړونکی ډانیل بېمن یې لاروي جنګیالي بولي، له خپلو هیوادونو راوتلي هغه تروریستان دي چې د خپلو ځانګړو موخو لپاره په جګړو کې یې، پایښت وي او بیرته خپلو هیوادونو ته نه شي ګرځېدلای. ددغي پدیدې اوسنی ډول د شوروي په وړاندي د افغان جهاد له کلونو راپیل شو چې دا مهال یې د امریکا د بروکینګز انسټیټیوټ د څېړنو له مخې، په نړیواله کچه شمېر تر څلوېښت زره اوړي.  

د افغانستان سوله د ټولو بهرنیو جنګیالیو لپاره ګواښ دی؛ خو تر ټولو ډېر د هغو لپاره چې په فزیکې بڼه په روانه جګړه کې حضور لري. د طالبانو/سیمه ییزو او بهرنیو جنګیالیو د ګټو دغه ټکر په اوو ټکو کې څېړل کېدای شي: 

لومړی، د دوحې د تړون په پلي کېدو به د طالبانو او القاعده او نورو تروریستي ډلو ترمنځ اړیکې پرې کېږي. چې دا بهرنیوجنګیالیو لپاره په افغانستان کې د خورا مهمي ستراتیژیکې ملګرتیا پای دی او هغوی نه غواړي چې په دې جغرافیه کې، داسي ملګري چې د وخت په تېرېدو یې ګڼ مشترکات ورسره پیدا کړي، او په ګډو موخو کې یې ورسره جنګېدلي، له لاسه ورکړي. 

دوهم، د شوروي په وړاندي د افغان جهاد د پای ته رسېدو تاریخ د بهرنیوجنګیالیو لپاره ډېر واضح پروت دی. د افغانستان څخه د شوروي د وتلو سره سم، پاکستان ټولو بهرنیوجنګیالیو ته له خپلي خاورې څخه د وتلو امر وکړ، په داسي حال کې چې زیاترو هیوادونو د امنیتي اندېښنو له امله بیرته د خپلو اتباعو قبلول رد کړل. د بهرنیو جنګیالیو مشر عبدالله عزام ډېر ژر په پېښور کې ترور شو. زیاتره بهرني جنګیالي د نورو سیمو په لټه کې شول چې لوی شمېر یې وروسته بوزنیا ته، ولاړل. تر هغې جګړې  وروسته چیچنیاته خپاره شول او بیا بیرته ځینې افغانستان، عراق، او نورو سمیو ته ولېږدېدل چې دا مهال په لوی منځني ختیځ کې خپاره دي. د هري جګړې د پای ته رسېدو سره، هلته بهرنیو جنګیالیو ته د پاته کېدا زمینه هم ختمه شوې، ځکه یې نو د لېږد بهیر دوام کړی دی. او دا دلیل دی چې دوی د جو هغه پای ته رسېدا نه غواړي، چې دوی به خپل استوګنځای پکې بایلي. 

درېیم، د القاعده د ډېر شمېر جنګیالیو مفکوره د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د (لیري دښمن) پر طرحه متمرکزه ده، چې موخه یې د امریکا سره دښمني ده. د دوحې د تړون او په تعقیب یې د افغان دولت سره د سولې چارې چې د امریکا د وتلو په پایله کې د جګړې په پای ته رسېدلو تمامېږي، په هیڅ دلیل د دغي ډلي د غړو لپاره د منلو وړ نه شي کېدلای، ځکه چې د دوی اصلي موخه د امریکا خلاف جګړه ده.

څلورم، بهرني جنګیالي د افغانستان طبیعي جوړښتونه، غرنۍ اراضي او د وګړو مقاومت د نړیوالو رقیبانو د ځپلو په موخه د (ستړي کولو) په ستراتیژي کارولو کې غوره ګڼي. ددغه اصل له مخې، دوی د روسانو په څېر، امریکایان په افغانستان کې ښکېل ساتل غواړي ترڅو په دوامداره توګه اقتصادي، نظامي او سیاسي زیان وویني او په کور دننه مات شي. سره له دې چې د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده خو د بهرنیو جنګیالیو لپاره ددغه حالت دوام مهم دی. 

پنځم، د افغانستان ستراتیژیک موقعیت د بهرنیو جنګیالیو د تګ راتګ، استخدام، نورو سیمو ته د لاسرسي او استوګنې له اړخونو خورا مهم دی. دلته د نړۍ د ډېرو هیوادونو نظامي، سیاسي او استخباراتي حضور، بېلابېلو جنګي ډلو ته د هغو د پروګرامونو د پلي کولو لپاره زمینه برابره کړې ده،  چې په دې توګه د بل داسي آدرس تصور نه شي کېدلای.  

شپږم، د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړي ډول د مرکزي آسیا د هیوادونو څخه راغلي بهرني جنګیالي چې د طالبانو سره په همږغۍ د خپلو حکومتونو په وړاندي وسله واله مبارزه کوي، د ختیځ ترکستان د اسلامي خوښت او قفقازي وګړو په ګډون هغه وسله وال چې افغانستان یې د فعالیتونو سیمو ته نږدې دی، نه غواړي چې دلته پټنځایونه او ستراتیژیک ملګري (طالبان) له لاسه ورکړي. 

اووم، د بهرنیو جنګیالیو په لیکو کې خیني مذهبي مبلغین د خپلو مذهبي اصولو د خپراوي په موخه افغانستان ته راغلي دي. کله چې په ۱۹۷۹ کې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، د سعودي په ګډون د ډېرو عربي هیوادونو وګړو او حکومتونو افغانان د حنفي فقهي د پیروي په دلیل سم مسلمانان نه ګڼل ځکه یې غبرګون کمرنګه وو. وروسته چې د لویدیځ په ځانګړي ډول امریکا په هڅو د افغان جهاد ملاتړ ته وبلل شول. دوی د سیاسي موخو ترڅنګ، د حنفي فقهي د بدیل وړاندي کولو په موخه ورسره یوځای شول. چې له هماغه وخت راهیسي ځینو بهرنیو جنګیالیو د یوې موخي په توګه دلته مذهبي فعالیت او د کلتور او قومي جوړښتونو محوه کول، د یوه ماموریت په توګه تعقیب کړیدي او ددې ماموریت دوام ورته مهم دی. ځکه نو د سولې چې په هغه کې دوی حپل حضور نه ویني او موخو ته د رسېدو په وړاندې یې خنډ ګڼي، مخالف دي. دا او دې ته ورته ګڼ نور موارد دي چې د طالبانو او بهرنیو جنګیالیو د ارزښتونو او ګټو ټکرونه پکې څرګندېږي. 

د تېرو څلورو لسیزو په اوږدو کې د ټولو جګړو مفصله څېړنه، د سمیه ییزو جنګیالیو  او هغو د بهرنیو ملاتړو جنګیالیو ترمنځ د لانجو او ټکرونو سلګونه بېلګي لري چې په ټولیز ډول ثابتوي چې بهرني جنګیالي که څه هم چې د مرستي یا تر ډېره د جهاد په نامه د بې وزلو هیوادونو مرستي ته ورغلي دي خو په ټولیز ډول، تر یرغلګرو مضر ورته ثابت شویدي. د افغانستان په قضیه کې دا خبره ډېره روښانه ده. د طالبانو ټول حکومت د القاعده ډلې د اعمالو او د ۹/۱۱ د بریدونو قرباني شو او په دوام یې د نږدې دوو لسیزو ټول بحران چې تر اوسه روان دی، تر ډېره د همدې بهرنیو جنګیالیو له امله دی. 

په دې توګه بهرني جنګیالي نه غواړي چې په افغانستان کې داسي سوله رامنځ ته شي چې هغه د دوی د موخو سره په ټکر کې وي. د روان مذاکراتي بهیر د سبوتاژ او ورته هڅو د مخنیوي په برخه کې ددغو ډلو هرډول ورانکارې هڅې او دسیسې د تصور وړ دي. ډېر احتمال لري چې د همدې کړیو لخوا طالبانو ته د فتحي کاذب غرور ورکول شي او د مذاکرې مقابل لوری چې د یوه نظام استازولي کوي له خبرو پرشا کړي. خو که ددغه سوله ییز بهیر له لارې د روان بحران د حل چانس له لاسه ووت، بیا به نو دطالبانو ددې نسل ژوند هم روانه جګړه اخلي.

وړاندیز، 

دا چې د افغان دولت په وړاندې د بهرنیو جنګیالیو ملتیا د طالبانو سره ده، د طالبانو رهبري ته پکار ده چې د خپلې جغرافیې په دننه کې، د هیودانۍ روحیې پر بنسټ د یادو ډلو سره د خپلو موخو د توپیرونو په نظر کې نیولو، لارې بېلي کړي. دا هڅه په تدریجي ډول د هغوی د ایډیولوژیکې اغېز څخه راوتل، د هغوی د نظامي دوکتورینو، تاکتیکونو او نقشو څخه مخ اړول، او د خپلو لیکو څخه د هغو ایستل، بریالۍ کولای سي. 

ددې لپاره چې د افغانستان پر ګټو متمرکز شي، ورته پکار ده چې اوربند وکړي او په دغه موده کې چې د افغان دولت سره د سولې خبرې پرمخ وړي، د افغانستان څخه د بهرنیو جنګیالیو د ایستلو اقدامات وکړي. دا چاره به د سولې د ټینګښت په موخه د نورو جګړه ییزو ګروپونو د مخنیوي په برخه کې هم مرسته وکړي او که طالبان د حکومت برخه ګرځي، سنګرونه به یې له بهرنیو جنګیالیو نه ډکېږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب